افغانستانروغتیا

افغانستان به په راتلونکو ۲ کلونو کې ۵۰ سلنه د درملو اړتیاوې پوره کړي

د خواړو او درملو ملي ادارې ويلي، چې افغانستان به په راتلونکو دوو کلونو کې د تولیدي فابریکو پر رامنځته کولو وکولی شي، چې د هېواد له ۵۰ سلنې څخه د ډېرو درملو اړتیاوې پوره کړي.د خواړو او درملو ملي ادارې رییس عبدالباري عمر ویلي: زموږ هڅه دا ده، چې درملیزو، خوراکي او طبي تجهیزاتو سکتورونه صنعتي کړو. موږ باید په خپل هېواد کې کار وکړو. په تېر کال کې مونږ شاوخوا لسګونه فابریکو ته جوازونه ورکړي، چې په افغانستان کې دننه جوړ او فعالیت وکړي.د یادې ادارې مشر دا هم ويلي، چې اوس په هېواد کې د طبي محصولاتو د توليد ٥٨ فابريکې فعالې دي، چې د بازار له ٢٠ سلنې څخه ډېرې درملیزې اړتياوې پوره کوي.د دې ادارې مسؤلینو ملت ته د حکومت د حساب وړاندې کولو په پروګرام کې د خوراکي توکو د خوندیتوب د قانون جوړولو اعلان هم کړی، چې له تصویبېدو سره به د بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو د واردولو مخه ونیول شي.دې ادارې په تېر کال کې د مرکز ۷۷۱ درملتونونه د بې کیفیته، تاریخ تېرو او قاچاقي درملو د شتون له کبله تړلي او دغه راز یې شاوخوا ۳۰۰ ټنه درمل او نامصون خوراکي توکي له ‌منځه وړي دي.د دې ادارې مسوولینو ويلي، چې په تېر کال کې ۲۲۲۷ تولیدي فابریکو، وارداتي شرکتونو او درملتونونو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي.ویل کېږي، چې د هېواد په ۴ زونونو کې د ۴ مجهزو درملو او خوراکي لابراتوارونو جوړول، د درملو د نویو تاسیساتو ثبتول، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او همدارنګه د هېواد له ګمرکونو او درملتونونو څخه نږدې څارنه د دې څانګې له سږنیو مهمو دندو څخه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button