مقالی اوتبصرې

افغانستان به ډېر ژر ځان بسياينې ته ورسېږي

پای ته رسېدونکی ۲۰۲۳ زېږديز کال د افغان ولس او حکومت لپاره له لاسته راوړنو ډک و،ځکه اسلامي امارت پر ټول افغانستان د حاکميت سربېره ډېرې لاسته راوړنې درلودې، که څه هم نړيوالې ټولنې د لوېديځ او په ځانګړې توګه د امريکا د فشار له امله د افغانستان نوی اسلامي نظام په رسميت نه دی پېژندلی؛ خو له هر ډول سياسي فشارونو ترڅنګ همدغه نظام خورا ډېرې برياوې ترلاسه کړي او په دې وروستيو کې د نړۍ له شپېتو هېوادونو سره د افغانستان سوداګريزې اړيکې ټينګې شوي او اميد لرو،چې نور به افغانان پر بشري مرستو تکيه نه وي او افغانستان به خپله تر راتلونکو درېيو کلونو پر ځان بسيا شي.
بې له شکه چې سږ کال حکومت د نړيوالو له لوري پر اقتصادي محدوديتونو سربېره د هېواد په کچه د ځينو سترو زېربنايي پروژو کارونه له ملي بودجې پيل او پای ته ورسول، د بېلګې په توګه د سالنګونو او کابل – کندهار لويو لارو جوړول ، د قوشتېپې ستر کانال، د قشقري نفتو د استخراج چارې، د اوبو مديريت، روغتيا او کرنې په برخو کې د لويو پروژو پلي کول هغه څه دي، چې مسئول چارواکي يې جوړولو او رغولو ته پوره ژمن وو، چې دغه بنسټيز پلانونه او کارونه خامخا هېواد ځان بسياينې ته رسوي.
د دې په څنګ کې ډېر کورني او بهرني شرکتونه، چې د سيمې او نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پانګونې تاريخ لري، غواړي د کانونو، کرنې، برېښنا، روغتيا، زېربناوو، ترانسپورت او وړو او منځنيو تشبثاتو په برخو کې پانګونه وکړي، چې په دې برخه کې تر اوسه پورې له بېلابېلو كمپنيو سره د کانونو او پروسس، د برېښنا د لېږد او بنسټيزو تاسيساتو په برخو كې د شپږ ميليارده او ۶۸۲ ميليونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليك شوي، ياد شرکتونه په داسې حال کې پانګونې ته لېوالتيا ښيي، چې اسلامي امارت تل په کور د ننه پر پانګونې ټينګار کړی او په دې برخه کې يې د بېلابېلو اسانتياوو په رامنځته کولو ژمنې هم کړې دي.
په هر حال افغانستان په داسې حال کې د اقتصادي بسياينې په لور خوځېږي، چې له يوې خوا بهرني اشغالګر له افغانستانه ووتل، د ۲۰۲۱ م کال د اګست مياشتې په نيمايي کې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان ملت شل کلنې اوږدې او سختې مبارزې رنګ راوړ، اشغالګرو ماتې وخوړه، له بل لوري هېواد کې د څه ناڅه څلوېښت کلنې تپل شوې جګړې کرغېړن ټغر ټول شو، بل دا چې داسې واحد مرکزي حکومت منځ ته راغی، چې د ډېرو فتنو مخه په کې ونيول شوه او پر ځای يې خپلواک او ځواکمن مرکزي اسلامي نظام حاکم شو.
هماغه وو، چې د هيواد اقتصادي حالت له پخوا ښه شو، په کلني ډول د صادراتو کچه له اووه سوه ميليونو ډالرو څخه شاوخوا دوه ميلياردو ډالرو ته لوړه شوه، د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت په ډېر ښه ډول ساتل شوی، په بازارونو کې انفلاسيون له ټولو ټيټې کچې ته راښکته شوی او د خوراکي توکو او د اړتيا وړ نورو توکو بيې د پخوا په پرتله ډېرې راټيټې شوي دي.
د اسلامي امارت مسئولو چارواکو په وروستي يو کال کې په ټول توان هڅه کړې؛ چې اقتصادي او سوداګريز وضعيت ښه کړي او د بسياينې په لور ګړندي ګامونه واخلي،څو خپله ټوله بودجه له کورنيو عوايدو برابره کړي، نه له بهرنيو مرستو څخه، ترڅو افغانان بايد بهرنيو مرستو ته اړتيا پيدا نه کړي، دغه راز د کرنې، صنعت او کانونو د ودې لپاره هم محتاطانه ګامونه اخيستل شوي او د هېواد کانونه د افغانستان شرايطو ته په کتو په قرارداد ورکول کېږي.
دمګړۍ موږ وينو،چې افغانستان له ۶۰ هېوادونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه لري او دغه سوداګري تر ډېره له هند، چين او پاکستان سره ده او له منځنۍ آسيا او همداراز روسيې سره د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو لپاره هم هڅې روانې دي،له همدې له امله رسمي شمېرې ښيي،چې د طبيعي برخې او د افغانستان دوديزو صادراتو کچه د تېر په پرتله دونيم برابره زياته شوې، يانې مخکې د صادراتو له ټولو لوړه کچه ۸۰۰ ميليونه ډالره وه. له افغانستانه د بهرنيو اشغالګرو له وتلو وروسته د هېواد کابو ټولې زېربناوې ويجاړې او همدا راز د افغانستان بانک ټوله شتمني کنګل شوه؛ خو له دې سره سره د هېواد اقتصادي ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه شوې ده.
تاريخ ثابتوي، د کوم هېواد په چارو کې چې لاسوهنه شوې،په اقتصادي ډګر کې بسياينې ته نه دي رسېدلي، ځکه د نړۍ زبرځواکونو تل ناامنيو ته لمن وهي او ورځ تر بلې د بې ثباتۍ فضا رامنځ ته کوي، باثباته نظامونه ړنګوي او پر ځای يې جنجالي دولتونه رامنځ ته کوي، دغه راز کورنيو جنګونو، ژبنيو او سيمه ئيزو تعصبونو ته لمن وهي، چې ښه او ژوندۍ بېلګه يې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف اشغال و!
نړۍ چې د افغانستان په څېر ښکلې هوا، اوبه، تازه او وچې مېوې، معدن او کانونه، د تېلو زېرمې، روان او مست سيندونه، ځنګلونه، بشري ځواک (ځوانان)، پراخه دښتې او زړه راښکونکي طبيعي منظرې نه لري؛ خو له بده مرغه د تېر څه د پاسه څلوېښتو کلونو جګړو او سياسي لاسوهنو له امه د هېواد اقتصادي زېرمې ويجاړې او مالي سکتور ته درانده زيانونه واوښتل، نو د همدې لوړ او سپېڅلي هدف د ترلاسه کولو لپاره لازمه او جدي اړتيا ده، چې افغانستان کې د ګاونډ، سيمې او نړۍ د هېوادونو لاسوهنې ختمې شي، ځکه افغانستان د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او افغانان د يو مسلمان ملت په توګه د ګاونډ، سيمې او نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې اړيکې غواړي،چې په دې کې هېچا ته د زیان رسولو امکان نشته. نو په کار ده،چې د نړۍ هېوادونه له اسلامي اصولو سره سم د ښو او پياوړو اړيکو د ټينګښت لپاره خپل مسئوليتونه ادا کړي، څو د سيمې د امنيت او سوکالۍ لپاره ستر ګامونه پورته شي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *