اقتصاد او رغونه

افغانستان ته د پاکستاني توکو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

د پاکستان ځينو رسنیو د دغه هېواد د دولتي بانک پر حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته د پاکستاني توکو صادراتو زیاتوالی موندلی دی. په دغه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې پرتله افغانستان ته د پاکستان د توکو او خدماتو صادرات له ۲۵۶ مېلیون ډالرو ۲۶۰ مېلیونو ډالرو ته لوړ شوي چې ۳٫۶۳ سلنهزیاتوالی ښیي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په حل سره به د هېواد د توکو صادرات هم زیات شي. په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله د افغانستان او پاکستان ګډه لاره څو ځلې د پاکستاني پوځیانو له خوا وتړل شوه. د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دغو لارو د تړل کېدو په پایله کې د هېواد سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *