افغانستان

افغانستان د برېښنا برخه کې له قرضدارۍ بشپړ خلاص شو

د افغانستان برېښنا شرکت مسئولین وايي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره د برېښنا له درکه د څلورو ګاونډیو هېوادونو ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران له قرضدارۍ څخه په بشپړه توګه خلاص شوی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په خپله «اکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: “له فتحې وروسته د برېښنا په برخه کې لویه ستونزه د برېښنا د څلورو ګاونډیو هېوادونو ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایران قرضونه وو چې له جمهوریت څخه را پاتې وو؛ بیا پر بانکونو بندیزونه وو؛ خو بلاخره موږ وکولای شول د دغو هېوادونو قرضدارۍ چې شاوخوا ۶۲۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېده؛ په بشپړه توګه تادیه کړو.
میوندي زیاته کړې چې دا د هېواد د برېښنا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د پورونو د ورکړې ترڅنګ، مخکې اداینه (پیش پرداخت) هم ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د افغانستان شاوخوا… 7مخ
۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي، خو د افغانستان برېښنا شرکت مسئولین ډاډ ورکوي چې پر داخلي منابعو هم کار روان دی او د پنځو کلونو په اوږدو کې به افغانستان د داخلي سرچینو پر مټ، ۷۱۰ میګاواټه برېښنا ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *