مقالی اوتبصرې

افغانستان هر اړخيزو مرستو ته اړتیا لري

حکومت سره له دې چې د افغانستان ملي خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا ساتنه او هېوادوالو ته د هوسا ژوند په خاطر د ډاډمن امنیتي چاپېریال برابرول او په سوله ییزو شرایطو کې یې د ښه او نېکمرغه ژوند د پر مخ بېولو لپاره د آسانتیاوو او لازمو شرایطو برابرول له اساسي دندو شمېرل کېږي، پر دې بنسټ د حکومت مسئول چارواکو ته ښايي،چې د سالمې رهبرۍ او کارنده مدیریت پر اساس هغه مالي مرستې چې د نړیوالو مرستندویانو له لوري په مختلفو برخو کې د جګړه ځپلي افغانستان د آبادۍ، سمون، بیارغاونې، اقتصادي ځان بسیاینې … په موخه کېږي هغه په پوره روڼتیا او شفافیت لومړیتوبونو ته پام سره سمې و لګول شي تر څو يې مثبتې او عملي پایلې ولس ته څرګندې او روښانه شي، د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچينو په حواله له نېکه مرغه د روغتيا نړيــوال پروګرام ويلي، چې د افغــان کورنيو د ملاتړ په موخه د اســيا پراختيايــي بانک ورسره د ۱۰۰ ميليونــه امريکايي ډالرو مرســته کړې ده. د خوړو نړيوال پروګرام په يو بيان کې ويل شوي، چې په دې مرســتو به د خــوړو نړيوال پروګرام په ټول افغانستان کې يو ميليون او درې سوه زره کسانو ته چې د خوړو شديد نه خونديتوب سره مــخ دی تر يــو کال پورې د خوړو حياتې مرستې ورسوي. دا مرســتې به تر ډېره پــر کونډو او هغو ښــځو ووېشــل شي چې د کورنيو سرپرســتي ور ترغاړې ده.له همدې امله اړینه ده چې د نړیوالو خیریه بنسټونو مرستې د اړوندو مسئولو ارګانونو ترڅارنې لاندې په بېلابېلو برخوکې ولګول شي، دغه راز افغان ولس هم باید په هراړخیزه توگه له حکومت سره همکار او مرستندوی واوسي، تر څو وکولای شي د اقتصادي بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه توگه تطبیق کړي او په دې توگه د ټولو هېوادوالو د هر اړخیزې هوساینې سبب شي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *