افغانستاناقتصاد او رغونه

افغانستان کې د تولید شویو تېلو لومړنۍ داوطلبۍ ترسره شوه

د قشقرې د ۲۰ زرو ټنو او د انګوت د اووه زرو ټنو خامو تېلو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د داوطلبۍ د پرانیستلو پرمهال د دغه وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور وویل: موږ په افغانستان کې د تولید شویو تېلو د لومړنۍ داوطلبۍ شاهدان یو او دا د ویاړ ځای دی چې داوطلبې کمپنۍ هم داخلي دي چې ټول پروسس باید د افغانستان په دننه کې ترسره شي.د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په دې داوطلبۍ کې درېیو شرکتونو ګډون کړی و، چې د (TOF Oil Refinery Co) شرکت د داوطلبۍ کمېټې د غړیو له خوا د مناسبې بیې په وړاندې کولو سره، د قشقرې د ۲۰ زره ټنه خامو تېلو د پېرلو ګټونکی اعلان شو.یاد وزارت ویلي چې د انګوت د اووه زره ټنه خامو تېلو لپاره مناسبه بیه وړاندې نشوه، په همدې دلیل به بیا ځل د داوطلبۍ اعلان ته وړاندې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *