روغتیا

افغانستان کې د روغتیایي اړتیاو پوره کولو لپاره د مرستو غوښتنه

د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره په افغانستان کې د روغتیایي اړتیاو د پوره کولو لپاره د یوسل او پنځه ویشت میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه. دغه سازمان، د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۳۳ روغتونونو سره، چې شاوخوا نهه میلیونه افغانانو ته یې روغتیایي خدمات وړاندې کول، د مرستې د درېدو خبرداری ورکړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، که په افغانستان کې د دوی د بودجې د کمښت غم ونه خوړل شي، اته لکه پنځه اویا زره ماشومان به په سخته خوارځواکي اخته شي. د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان روغتیايي وضعیت ته د اندیښنې ترڅنګ په ورته وخت کې د افغانستان لپاره یو درې کلن پلان جوړ کړی دی، چې د درې کلونو لپاره دوه اعشاریه څلور میلیارډه ډالر مرستې راغونډې کړي، خو تر دې دمه د دې مرستو په اړه ژمنه نه ده ورسره شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *