اقتصاد او رغونهلیکنې

افغانستان کې د سیمه ییزاتصال رامنځته کولو اړتیا

د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو افغانستان د نړۍ په کچه، په وچه کې راګیر دی ځکه سمندرته په مستقیم ډول لاره نه لري او دځمکني ټرانزیټ له پلوه هم دوسپنې پټلۍ جوړېدو له پلوه دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلیدل ورته ډیر ارزښت لري، بې له شکه د وسپنې پټلۍ د هېواد د کمزوري اقتصاد په وده او پراختیا کې مهم رول لوبوي چې د همدې اصل په پام کې نیولو سره د اسلامي امارت د مشرتابه د هڅو له امله دسیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو په لړکې له حیرتانو څخه تر مزارشریف پورې د (75) کیلو مترو په واټن د وسپنې پټلۍ لا دمخه جوړه شوې، چې له دې لارې د مختلفو توکو سوداګري له افغانستان سره جریان لري، دغه راز د افغانستان، ازبیکستان او پاکستان ترمنځ د افغان ټرانس پروژې د عملي کولو په هکله هم هوکړه شوی دی. ددې پروژې اړوند ځینې د نظرخاوندان او شنوونکي په دې اند دي:« افغان ټرانس پروژه چې د درېو هېوادونو(ازبیکستان، افغانستان، پاکستان) ترمنځ جوړیږي، دا پروژه به د ازبیکستان له ترمذ ښار څخه پیل او د افغانستان له مزارشریف، سمنګان، بغلان، پروان، وردګو، کابل، لوګر او ننګرهار وروسته د پاکستان له ریل پټلۍ شبکې سره ونښلول شي، خو له وروستیو تحقیقاتو څخه دا مسیر د طبیعي پیښو، غرونو، اوږد مسیر او لوړو مصارفو په خاطر د درېیو واړو هېوادونو په هوکړه د (لوګر تورخم) پرځای ( لوګر پکتیا) ته تبدیل شو، چې ۱۲۶ کیلو متره د لومړني مسیر څخه لنډ دی او لږو مصارفو ته اړتیا لري، ددې پروژې ټول اوږدوالی ۵۰۰ کیلو متره دی چې د ۶ میلیارده ډالرو په پانګونې سره به تر ۲۰۲۷ زیږدیز کاله پورې بشپړه شي.
ددې پروژې ګټې:
– له ټولو مهمه خبره داده چې ددې ریل پټلۍ په مرسته به سیمه ییز اتصال رامنځته شي او جنوبي آسیا به له ختیځې آسیا سره ونښلول شي.
– ددې هېوادونو ترمنځ به راکړه ورکړه یا سوداګرۍ ۲۲ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.
– له ازبیکستان څخه د توکو انتقال به د ۳۳ ورځو څخه ۴ ورځو ته راکم شي.
– له هغو ولایتونو چې ریل پټلۍ ورڅخه تیریږي د لوړو سهولتونو او چټکې سوداګرۍ زمینه به ورته برابره شي.
– له ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې به له دې لارې شاوخوا ۱۵ میلیونه ټنه انتقالات ترسره کیږي.
– د پاکستان د ریل پټلۍ په نښلېدو به له هغه طریقه اوبو او نړیوالو مارکیټونو ته لاسرسی آسانه شي.
– په هېواد کې د کار، سوداګرۍ، تګ راتګ لپاره زمینه برابرول هغه مهم فرصتونه دي چې د پروژې له تکمیل وروسته به ترلاسه شي…
داچې په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو برخوکې زیربنایي چارې دوام لري او له ټولو مهم او د ارزښت وړ پروژې د ریل پټلۍ او سړکونو جوړول دي چې دسیمې له هېوادونو سره د نښلولو ترڅنګ د هېواد په داخل کې تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره آسانتیاوې رامنځته کوي، او ددې پروژې په تحقق سره به د منځنۍ آسیا هېوادونه له جنوبي آسیا هېوادونو سره وصل شي او افغانستان به هم د ټرانزیټ له پلوه د پام وړښه عاید ترلاسه کړي.
افغانستان په کمه اندازه د ریل پټلۍ په درلودلو سره په سیمه کې له ټولوکم د ریل لاره لري، چې ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو ته په کتو سره یاده کرښه داقتصادي ودې لپاره ډیره مهمه ده، نو افغان ولس هم هرهغه خوځښت او نوښت ته چې پایله یې د اقتصادي ودې، دامنیت ټینګښت او پرمختګ باعث شي د قدر په سترګو ګوري او د زړه له کومې یې ستایي، په دې هیله چې د افغان ټرانس پروژه په ښه ډول عملي شي او هم د حیرتان بندر د ریل پټلۍ له لارې افغان سوداګر خپل تجارتې توکي محصولات له چین سربیره آسیا او آن اروپا ته هم صادرکړي چې د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ د هېوادونو د خلکو د نږدیوالي ترڅنګ هراړخیزې اقتصادي ګټې ترلاسه کېږي، نو پاک الله (ج) دې په خپل رحم او کرم جګړه ځپلي افغانان دهوسا اوبسیا ژوند خاوندان کړي او په هېواد کې له شته هراړخیزو اقتصادي ستونزو چی نن ورسره لاس اوګریوان دي د تل له پاره وژغوري او دسیمې او نړۍ له هېوادونو سره په مختلفو برخوکې د دوی تجارتي او سوداګریزې راکړې ورکړې لاپسې ټینګې او پراخې کړي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *