روغتیا

افغانستان کې د کانګو ناروغي مخ په ډېرېدو ده

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان کې د کانګو د وژونکې ناروغۍ څپه په خپرېدو ده او باید وقایوي تدابیر زیات شي.

دغه سازمان وايي چې یاده ناروغي له څارویو انسانانو ته لیږدول کیږي چې په روغتیايي کارکوونکو، قصابانو، شپنو او د څارویو په کاروباریانو کې تر نورو ډېره لېدل کیږي.

روغتیاپال یې نښې نښانې په انسان کې سخته تبه، ځان درد، سردرد، د سترګو سوروالی، کانګې، غوسې، د غاړې شخ پاتې کېدل، له رڼا وېره، د خېټې درد، د بدن سستوالی او بیخوبي ښيي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که پورته یادې شوې نښې نښانې په کوم انسان کې ولیدل شي نو ژر تر ژره دې روغتيايي مرکز ته ځان ورسوي.

د روغتیا برخې کارپوهان وايي د دغې ناروغۍ ویروس د کنې په نوم د یوې خزندې له لارې د څارویو په واسطه د انسان بدن ته ننوځي.

روغتیاپالان د لوی اختر د رانږدېدو په مناسبت لارښوونه کوي چې څاریو سره د نږدې کېدو او یا حلالې پر وخت باید ماسک لاس ماغو، عینکې، چپنه او جرابې وکارول شي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button