
افغانستان کې د ګمرکونو تاریخچه
افغانستان د ۵۰۰۰ کلن تاریخ په درلودلو سره رسم او دود، مذهبونه، بېلابیل کلتورونه، لوی تمدن، د علم او کلتور قدامت لري.
که د افغانستان د تاریخ پاڼو ته وګورو معلومېږي چې دا لرغونی هیواد له پخوا نه د سوداګریزو لارو د تقاطع مرکز او د ورېښمو لارې د تېریدو ځای و، په همدې اساس هندي، چیني، فارسي او عربي سوداګر مجبور و چې له دې لارې څخه د تېرېدو په وخت کې یوه اندازه جنس، یوه اندازه وزن، یو عدد، یو من او یا هم یو جلد د هغه وخت د دود له مخې مسؤلینو ته ورکړي.
همدا اندازه چې د نقدي یا جنسي په ډول د ګمرکي محصول لپاره اخیستل کېدل په بېلا بېلو وختونو کې په ډول ډول نومونو لکه راه داری، دروازه داری، شهري داري، تنګه پولي، شپیته یو، لس یو او په داسې نورو نومونو یادېدل.
بلاخره د امیر شیر علي خان په وخت کې ګمرک د چپوتره په نوم یاد شو تر ډیره ګمرکي محصول په جنسي ډول هغه هم د لس یو له مخې اخیستل کېده.
د مثال په توګه له لس منه غنمو یو من او د لس توپه رخت څخه یو توپ د محصول په توګه اخیستل کېده او په ځینو برخو کې محصول په نقدي ډول هم اخیسل کېده.
په یادو عنوانونو چې کوم محصول اخیستل کېده په ټوله کې یې عایداتي بڼه درلوده. سوداګر مجبور و چې په هر بندر کې محصول ورکړي د دې تر څنګ ترانزیټي توکي او داخلي تولیدات چې له یو ښار څخه بدل ښار ته لېږدول کېدل هم محصول به یې ورکو.
د مثال په ډول یوه اندازه توکي به کابل ته راورسېدل د محصول لپاره به د کابل ګمرک ته ولېږدول شول او محصول به د صرفیاتو په نوم له یو بار او یا هم د سرانه په ډول اخیستل کیده.
د ګمرکونو وضعیت د امیر عبدالرحمن خان او حبیب الله خان د سلطنت په وخت کې له یو شمېر کمو بدلونونو پرته کوم بدلون ونه کړ.
خو له ۱۳۰۰ ه.ل کال وروسته او د غازي امان الله خان د سلطنت په وخت کې د ګمرکونو وضعیت د پخوا په پرتله بدلون وکړ په کار کې د اسانتیا لپاره او د خلکو له سرګردانۍ څخه د مخنیوي په موخه ټول محصولات به یو ځای راټولېدل او په ترتیب سره به د سيمو او ولایتونو د پراختیا لپاره په عادلانه ډول وېشل کیدل.
د ګمرکي چارو تر سره کولو همداشان د بېلابیلو توکو او جنسونو لپاره د ګمرکي محصول او ګمرکي تعرفو د اخیستلو په موخه نظام لیکونه ترتیب او چاپ شول او یو ترکي کس د حسن افندي په نوم د ګمرکي پرسونل د تربیې لپاره وګمارل شو. له هغه وروسته محصول به په نقدي ډول د دولت خزانې ته تحویلیده دا ډول ګمرکي محصول په افغانستان کې حسن افندي را منځته کړ چې په هغه وخت کې د ګمرک رئیس و، په دې سیستم کې محصول د لس یو او شپیته یو څخه په نننۍ ډول یعنې فیصدي ورته وټاکل شوه.
په تېرو وختونو کې ګمرکي محصول د لاندې څلورو عنوانونو کې تثبیت شوي و:
۱: داخلات (واردات)
۲: اخراجات (صادرات)
۳: عبورات ( ترانزیټ)
۴: صرفیات ( داخلي تولید شوي توکي یا هغه توکي چې په هېواد کې يې لېږد رالېږد کېږي)
یاد نظام لیک له دوه ځلې اصلاحاتو سره د نادرشاه د سلطنت په دوران کې په ۱۳۰۳ او ۱۳۰۵ کلونو کې چاپ او اجرا شوې او تر ۱۳۱۳ کلونو پورې د اجرا وړ و په ۱۳۱۳ کال کې د سوداګرۍ وزارت د ګمرک او تعرفې اصولپاڼه تدوین او اجرا کړه.
زموږ لیدلوری:
زموږ تصور دا دی څو د عوایدو راټولېدو، سوداګریزې اسانتیاوې، د پولو مدیریت او د ټولنې ساتنې په برخه کې د یوې ښې ګمرکي ادارې په توګه د سيمې په کچه تبارز وکړو.