افغانستان

افغانستان کې له قطري پلاوي د پانګونې غوښتنه شوې

افغانستان ته د قطري پلاوي له سفر وروسته، د اسلامي ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د دغه سفر په تړاو جزئیات وړاندې کړي دي. نوموړی وايي چې په دې کتنه کې اسلامي امارت د اړیکو د ښه کېدو، د همکاریو د دوام او په افغانستان کې د قطر د پانګونې غوښتنه کړې ده.
مولوي ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت له قطري پلاوي غوښتي چې له افغانستان سره د نړۍ د ډيپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو په برخه کې د هېوادونو د شک او بدګومانۍ د لرې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
بل خوا، هېواد ته د قطري پلاوي له سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په ټلېفوني اړیکه کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په تړاو خبرې کړې دي. تر اوسه د دغو خبرو جزییات څرګند نه دي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې واشنګټن له افغانستان سره د قطر د دوامداره مرستو ستاینه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *