مقالی اوتبصرې

افغانستان کې ملګري ملتونه څه لټوي ! ؟

یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو له لارې له افغانستان سره د نړیوال تعامل لپاره د ملګرو ملتونو په غوښتنه د ځانګړي استازي د ټاکلو خبرې تودې شوې، سړی نه پوهېږي،چې ملګري ملتونه (امریکا) له افغانستانه نورڅه غواړي ؟ او د کوم تعامل لپاره د يوناما ترڅنګ د بل ځانګړي استازي د ټاکلو اراده لري ؟ موږ خو وینو چې تش په نامه د ملګرو ملتونو ادارې خوتراوسه په نړۍ کې هېڅ کومه لانجه نه ده حل کړې ګویا دا چې په افغانستان کې به د ټول ګډون حکومت (!) او یا هم له نړیوالو سره د تعامل او یا رسمیت پېژندلو په موضوع کې مرسته وکړای شي .
د حیرانۍ خبره خو داده چې یاده اداره په کوم جرآت ځانته دا حق ورکوي چې د افغانستان لپاره د کوم ځانګړي استازي د ټاکلو خبرې را پورته کړي،په داسې حال کې چې اجرائیوي صلاحیت یې دومره کم رنګه دی چې څوک یې په خوله پیاز نه میدوي ، په افغانستان کې خو حاضر حال کومه داسې ستونزه نشته،چې د ځانګړي استازي وجود ته اړتیا ولري، د دغه ځانګړي استازي دنده به څه وي!؟ چې موږ یې د ملګرو ملتونو د داعیې مطابق له فعالیت څخه نوې او مثبته تمه ترې ولرو؟
باور دادی چې د ملګرو ملتونو اداره د خپلو فرمایش ورکونکو په خوله غواړي د داسې بېځایه او بې مورده خبرو په را پورته کولو سره اوبه خړې او د اسلامي امارت اوسنی مثبت موقف د نړیوالو په ذهن کې تر پوښتنې لاندې راولي، هغه ماموریت چې ځانګړي استازي ته به د دوی لخوا ورکول کېږي دا ښاغلی به د جمهوریت دورې د جنایتکارانو د جنایاتو له ارزونې پرته د افغانانو د کومو دردونو ترجماني وکړای شي ؟ باور دادی چې په ظاهره دوی له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل تر پلمې لاندې د پردې ترشاه ښایي نور اهداف ولري ځکه د تعامل په برخه کې خو افغانستان له نړیوالو سره کومه ستونزه نه لري ، د افغانستان له خاورې کوم بل هېواد ته ګواښ نه نشته افغانستان حاضر حال د نړۍ له ۱۶هېوادونو سره په فرهنګي ، سوداګریزو، د کانونو د استخراج او نورو ضروري برخوکې مثبت تعامل لري، د هغوی سفارتونه په افغانستان او د افغانستان سفارتونه د هغوی په ملکونو کې فعال دي نو بیا د څه لپاره ملګري ملتونه لګیا دي د افغانستان په اړه داسې پېچلې موضوعات د نړیوال د سیاست ډګر ته اچوي چې حل لاره نه لري ، له دې فرمایشونو په کلکه معلومېږي چې امریکا اسلامي امارت په آرام او ډاډه زړه خپلو کارونو ته نه پرېږدي هر وخت یې چې زړه شي اسلامي امارت ته د سرخوږي په جوړولو د ملګرو ملتونو له لستوڼي خپل لاس را باسي او نوې ستونزې جوړوي، که منظور د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان تعامل وي،نو په افغانستان کې خو اوس له هر ډول فساد نه مبرآ نظام را منځ ته شوی ، ډاډمن امنیت تامین دی،د بیا رغاونې کارونه په درز پرمخ روان دي نو بیا د څه لپاره په خوشند وهلو مسایلو بیا خبرې را پورته کېږي .
که چېرې د ملګرو ملتونو تر نامه لاندې د ځانګړي استازي ټاکل په غیر مستقیم ډول د نوې مداخلې او یا د کوم دیکتاتورانه عملکرد پیلامه وي ، مثبته نتیجه به ځکه ورنه کړې چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې وګړي یې لاس په ټټر او سر د تعظیم په ډول چاته خم کړي ، افغانستان هغه هېواد دی چې دلته د نړۍ امپراطوریو ماتې خوړلې ، جوبایډن د۲۰۲۲ کال د جنورۍ په شلمه نېټه د خپل هېواد کانګرس ته وویل:
[افغانستان د امپراطوریو ګورستان دی هېڅوک نه شي کولای د دغه هېواد خلک تریوه واحد چتر لاندې متحد کړي نو ځکه موږ په دغه هېواد کې ماتې وخوړه او خپل عسکر مو ترې را وایستل ] نو که دوی اوس د ستونزو جوړولو لپاره کوم نفس اخیستی وي چې د يوناما په موجودیت کې په افغانستان کې د بل استازي ټاکل لازم بولي،نو حتمي ترکاسې لاندې نیم کاسه شته او داسې برېښي چې امریکا نه غواړي په افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې ډاډمن امنیت تامین وي ، بیا هم د ملګروملتونو دا غوښتنه که رښتیا وي چې غواړي په افغانستان کې له نړیوال تعامل سره کوم استازی وټاکي،نو ښه به داوي چې په لومړي ګام کې دوی په خپله له خپل صلاحیته په کاراخیستلوسره د نړۍ هېوادونه له کوم شرط پرته دېته راضي کړي،چې له افغانستان سره تعامل وکړي .
د ملګرو ملتونو سازمان دغه حقیقت ته ولې پام نه کوي چې د افغانستان خاوره د تېرو دریوکلونو په ترڅ کې د هېچا پر ضد نه ده استعمال شوې نه به استعال شي،نو د دوی تشویش د څه لپاره دی؟ او که ملګري ملتونه د يوناما په ماموریت په افغانستان کې شک لري په خپلو مامورینو کې دې بدلون را ولي دا به کومه مانا ولري چې ملګري ملتونه د خپل پخواني استازي په شتون کې بل استازی ټاکي؟
که د وروستي مجبوریت په حکم د ملګرو ملتونو سازمان ته د پیغورپه لهجه ووایو،چې عجالتاً افغانستان په خپل حال پرېږدئ د فلسطین اواسرائیلو ترمنځ د جګړې د اختتام لپاره کوم ځانګړی استازی وټاکئ،چې د ورځې په سلګونو مظلوم او بېګناه فلسطینیان د ظالمو اسرائیلو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي ، د دوی منطقي ، عادلانه او منصفانه ځواب به څه وې ؟
موږ خو نه پوهېږو،چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره کومه برنامه ترلاس لاندې نیولې که چېرې دوی غرب د تښتېدلیو افغانانو تر اغېز لاندې راغلي وي او د هغوی لپاره په واک د ګډون (لابیګري) کوي،نو له هغوی سره خو د جمهوریت په دوران کې د دوی چیغې د مالي، اداري او سیاسي فساد له وجې تراسمان پورې ختلې وې یا پر بل عبارت هغه وخت دوی ولې په افغانستان کې د امن را وستلو لپاره د ټول ګډون حکومت هلې ځلې نه کولې چې اوس یې په ملک کې د ډاډمن امنیت په صورت کې پیل کړې هغه وخت خو د دغه تښتېدلیو عناصرو د ژبې سرخبره دا وه ، مخالفین (!) دې وسلې په مځکه کېږدي ، تسلیم دې شي ، را دې شي او د جمهوریت اساسي قانون دې ومني ……
نو دوی د هم اوس خپل معنویات تجدید کړي له غرب نه دې راشي، اسلامي امارت دې ومني او د ډاډمن امنیت په فضا کې دې ژوند وکړي .
لنډه داچې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بل استازي ټاکل به په دې مانا وي چې د نویو او تازه ناندریو باب پرانيستل شي ، موږ ملګرو ملتونو او په تېره بیا ټولو هغوکړیو ته چې غواړي په افغانستان کې بیا ځلې ناامني را منځ ته کړي ، ورپه زړه کوو چې افغانان نور پوهېدلي له دې وروسته به د هېچا په دامونو کې ونه نښلي او نه به یې څوک د خپلمنځي جګړو په لور ټېل وهي، افغانان سوچه مسلمانان دي او د اسلامي امارت کړنلاره د دوی له روحیې سره موافقه او مناسبه ده ، عام افغانان له اسلامي نظام پرته نور هېڅ نه غواړي، هغه څه یې چې غوښتل په لاس ورغلي، د لوړو منصبونو متقاقیانو ته له یوې مخې مقامونه نه رسېږي او عام ولس هم بل د مقام ګټلو لپاره نورځانونه او اولادونه نه قرباني کوي، دوی اوس پوهېدلي د خپلو شخصي مفاداتو په محور یې رندان نشي څرخولای ، دوی اوس پوهېږي چې اساسي غوښتنې او ګټې یې له چا سره دي هغه څه چې دوی اوس لاسونه پرې ټینګ کړي د اسلامي امارت په وجود کې هغه الهي تنابونه دي،چې دوی به دنیوي او اخروي سرمنزل ته په بریالیتوب سره پرې وصلېږي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *