روغتیا

افغاني سره مياشت د سوري زړه ۳۴ ماشومانو درملنه کوي

شریعت: افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ ماشومان په پلازمېنه کې آریانا او فرانسویانو روغتونونو

شریعت: افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ ماشومان په پلازمېنه کې آریانا او فرانسویانو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندل.

افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې پلازمېنه  کابل کې د زړونو د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۴۲ ماشومان ور پېژندلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د سوري زړه په ناروغۍ د هر اخته ناروغ لګښت له ۲۱ زرو افغانیو تر ۷۵ زرو افغانیو پورې دي، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. د سرچینې په وینا، په روغتونونو کې د درملنې پر مهال د ناروغ او پایواز ټول لګښت هم د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *