مرکې

افغاني سره مياشت په کومو برخو کې مرستې کوي؟ حسن خان اتل

هېوادوال مو څلوېښت کلنې جګړې په هره برخه کې کافي ځپلي دي او له ګڼو مشکلاتو سره یې مخ کړې دي. که څه هم د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره په ستونزو او مشکلاتو کې کموالی راغلی؛

هېوادوال مو څلوېښت کلنې جګړې په هره برخه کې کافي ځپلي دي او له ګڼو مشکلاتو سره یې مخ کړې دي.

که څه هم د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره په ستونزو او مشکلاتو کې کموالی راغلی؛ خو اوس هم یوه لویه ستونزه چې زمونږ زیاتره هېوادوال ورسره لاس او ګرېوان دي. فقر او بېوزلي ده چې لا ډېرې مرستې ته اړتیا لري.

ګڼ خیریه بنسټونه او داخلي او خاري موسسأت په مختلفو برخو کې له بېوزلو سره مرستې کوي، چې یو د هغو له جملې څخه د افغاني سرې میاشتې ټولنه ده. دا چې افغاني سره میاشت په کومو برخو کې مرسته کوي، په څه ډول مرسته کوي، ډېری مرسته په کومه  برخه کې کوي او دې ته ورته نورو پوښتنو د ځواب لپاره زمونږ خبریال حسن خان اتل د سرې میاشتې له ویاند ښاغلي عرفان الله شرفزوی سره مرکه کړې.

سوال: دغه مرستې چې تاسو یې په خلکو وېشئ، له کومو سرچينو څخه یې ترلاسه کوئ؟

ځواب: د افغاني سرې میاشتې مرستې ډېری له بهرنیو هېوادونو څخه راجلبیږي، چې په دې کې اکثر اسلامي هېوادونه دي لکه: ترکيه، پاکستان، سعودي عربستان، اېران او یوه برخه يې نړيوال فدراسیون له لوري او د سرې میاشتې له نړیوالې ټولنې څخه هم ترلاسه کیږي. د ځينو نورو هېوادونو خیریه او ملي ټولنې هم له مونږ سره مرستې کوي لکه: چین، جاپان، قطر او کوېټ.

سوال: په کومو برخو کې او له کومو خلکو سره تاسو مرستې کوئ، باید څه ډول شرایط ولري؟

ځواب: افغاني سره میاشت په مختلفو برخو کې له خلکو سره مرستې کوي، لکه: طبيعي او غیرطبيعي پېښو له امله زیانمن شویو سره مرستې کوي. طبيعي پېښې لکه: زلزله ځپلي، سېلاب ځپلي، د واورو له امله زیانمن شوي. غیرطبیعي پېښې لکه: په جګړو کې ټپيان شوي یا د جګړو له امله يې مالي او ځاني زیانونه ور اوښتي وي. همدارنګه په جګړو کې د وژل شويو کسانو خپلو مرکزونو یا کورونو ته رسول.  د روغتیا په برخه کې په پراخه کچه فعالیتونه ترسره کوي، چې زمونږ نږدې نیمه بودیجه په دې برخه کې کارول کیږي. او بله برخه یې له کمزورو کورنیو سره نغدي مرسته او همداشان دوی ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي. او د تعلیم په برخه کې، چې په ټول هېواد کې ۳۶ روزنیز مرکزونه لري، چې په ولایاتو کې یو یو او په کابل کې دوه مرکزونه لري، په پراخه کچه مرستې کوي.

 داسې کوم خاص شرایط، چې یو څوک یې باید ولري، له ټولو بېوزلو سره مونږ په مختلفو برخو کې یوشان مرسته کوو.

سوال: د روان کال د پیل راهیسي تاسو څومره خلکو سره او په کومو برخو کې مرستې کړي دي، دغه کوم ډول مرستې وې، ایا یواځې خوراکي مواد ول؟

ځواب: په تیر یوه کال کې افغاني سرې میاشتې په مختلفو برخو کې مرستې کړي دي، د توکو په برخه کې له دوه میلونو وګړو سره، همدا رنګه د روغتیا په برخه کې نږدې پنځه میلونو وګړو سره مرسته کړي ده، چې په دې کې دوی روغتیایي مرستې او د روغتیا په برخه کې عامه پوهاوی هم شامل دی.

سوال: د پکتیکا ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې، له زلزله ځپلو سره ستاسو مرسته یواځې د کورونو د ترمیم په برخه کې وه، که په نورو برخو کې مو هم له هغوی سره مرسته کړي ده، که کړي مو ده څه ډول مرسته وه.

ځواب: د پکتیکا په ګیان او برمل او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې نه یوازې د کورونو د ترمیم په برخه کې مرستې کړې دي بلکې د کورونو د ترمیم ترڅنګ د توکو په برخه کې او همدارنګه په میلیونونو افغانۍ نغدي مرسته یې هم کړې ده.

سوال: افغاني سره میاشت د روغتیا په برخه کې څه ډول مرسته کوي، آيا یوازې د واکسین او تداوۍ په برخه کې مرسته کوئ، که نورې برخې هم شته؟

ځواب: افغاني سره میاشت د روغتیا بېلابېلې برخې لري، چې له دې جملې څخه یې یوه د عمده امراضو برخه ده. چې افغاني سره میاشت په دې برخه کې په ټول هېواد کې له ۱۷۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه لري، په دې کې ګرځنده او ثابت روغتونونه هم شامل دي چې عامه روغتیايي خدمات وړاندې کوي. دوهمه برخه یې د واکسین ده. دریمه برخه یې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو ده. که په دې برخه کې اړتیا پېښه شي، نورو هېوادونو ته هم ماشومان لیږي. څلورمه برخه یې د ماتو هډوکو او سوځېدلي پوستکي په ناروغۍ اخته ماشومان چې افغاني سره میاشت په کال کې دوه ځل یاد ناروغان د المان هېواد ته د تداوۍ لپاره لیږي. افغاني سره میاشت د روغتیا په برخه کې له چا سره نغدي مرسته نه کوي.

سوال: د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د سوالګرو راټولولو او له هغوی سره د مرستو لړۍ پېل کړې ده، آيا افغاني سره میاشت په دې برخه کې څه همکاري لري؟

ځواب: بالکل افغاني سره میاشت د سوالګرو راټولولو او له هغوی سره د مرستو کولو په پروسه کې داخل ارګان دی. تاسو ته بهتره معلومه ده چې د کابینې په پرېکړه کې، کورنيو چارو وزارت، افغاني سره میاشت او کار او ټولنیزو چارو وزارت له درې ګونو اورګانونو څخه هیئت تعین شو، چې د هغوی د فیصلې په اساس دا پروسه مخ ته وړل کیږي. په دې کې د افغاني سرې میاشتې مسؤلیت دا دی، کومې سوالګرې کورنۍ چې راټولې شوې او د کورنیو چارو وزات له خوا تثبیت شوې دي، نو افغاني سره میاشت د دوی د کورنۍ له هر غړي سره دوه زره افغانۍ مرسته کوي، حتی که یوه کورنۍ لس دولس غړي هم ولري، هر یوه ته یې دوه زره افغانۍ ورکول کیږي. تر دې دمه افغاني سرې میاشتې له دریو زرو څخه زیاتو وګړو ته دغه مرسته پېل کړې ده، چې دا لړۍ لا هم روانه ده، چې د پلازمېنې کابل سربېره په هرات ولایت کې هم دغه لړۍ پېل شوه. له سوالګرو کورنیو سره د نغدي مرستې ټوله پروسه د افغاني سرې میاشتې په غاړه ده.

سوال: تر اوسه مو څومره سوالګر تثبیت کړي؟ اینده لپاره مو پلان څه دی؟ دا چې اوس هم په کابل ښار کې ګڼ شمېر سوالګر لیدل کیږي، آيا دوی له دې پروسې پاتې دي؟

ځواب: تراوسه مو له دريو زرو څخه زیات سوالګر تثبیت کړي دي، چې دوی ته هره میاشت دوه زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کیږي. دغه پروسه رښتیا هم چې څنګه باید شوي وای، په هغه ډول سوالګر له ښار څخه نه دي کم شوي، مونږ دا منو چې په ځينو ځایونو کې لا تراوسه سوالګر شته. زمونږ هڅه دا ده چې دغه پروسه همدغسې پراخه وساتو، ترڅو په ښار کې د سوالګرو شتون له منځه ولاړ شي. که چېرې یو تن، له افغاني سرې میاشتې څخه مرسته اخلي او هم سوال کوي، نو په دې صورت کې افغاني سره میاشت له دغو وګړیو سره خپله مرسته دروي. او د اینده لپاره پلان لرو چې په دوهمه مرحله کې د دې مشکلاتو ته د پای ټکی کېږدو.

سوال: ستاسو فعالیتونه د زونونو په کچه دي او که د ولایاتو؟

ځواب: د افغاني سرې میاشتې د مرستو بهیر د هېواد په کچه په ټولو ولایاتو، ولسوالیو او کلیو کې مرستې ویشي. مونږ په ټول هېواد کې اووه زونونه لرو، چې د دغو زونونو لاندې اړوند ولایتونه دي. دغه ولایتونه د زونونو له خوا اداره کیږي. همدارنګه ټول زونونه له مرکز کابل څخه اداره کیږي.

سوال: آيا په وروستيو کې خو به ستاسو په مرستو کې څه کمښت نه وي راغلی؟

ځواب: نه، د افغاني سرې میاشتې په مرستو کې هیڅ کمی نه دی راغلی، بلکې زیاتوالی راغلی. د تېر کال په پرتله افغاني سرې میاشت په ټول هېواد کې دوه برابره زیاته مرسته وېشلې ده. مونږ هڅه کوو، چې د مرستو د وېش بهیر لا زیات او پراخ کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *