افغانستان

افغان او پاکستاني لوري د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان له سوداګرۍ وزیر سید نوید قمر سره د روسیې او اسلامي نړۍ د ۱۴مې غونډې په څنډه کې لېدلي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر ټویټرپاڼه لیکل شوي چې، په‌ دې لېدنه کې دواړو لورو د تعرفې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، د سوداګریزو راکړو-ورکړو او د ګمرکونو د خدماتو ۲۴ ساعته کېدو په اړه خبرې کړې دي. د دې وزارت په خبره، د دې لېدنې پر مهال پر سیمه‌ییز اتصال د ټینګار تر څنګ، له هند سمندر سره د روسیې د نښلولو او څرنګوالي په اړه هم خبرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button