مقالی اوتبصرې

افغان حکومت په هره بیه د قوشتېپې کانال بشپړولو ته ژمن دی

د افغانستان د منځنۍ آسیا ګاونډیان له آمو سينده د ګټې اخيستنې د پلان په اړه شکایت کوي.
په افغانستان کې د یوه لوی کانال پروژې څنګلوري ګاونډیانو سره دا وېره پيدا کړې چې ګواکي د پروژې په بريالي کېدو سره به په سيند کې اوبه کمې او د دوی کرنيز اقتصاد به اغېزمن کړي، خو د ا.ا.ا بیا وايي په هر بیه چې وي کانال به بشپړېږي.دغه پخوانۍ طرحه شوې پروژه چې له ډېره وخته په ټپه ولاړه وه، دوه کاله وړاندې د ا.ا.ا ته په ميراث ور ورسېده. افغان حکومت داسې مهال د قوش تېپې کانال جوړلو چارې پيل کړې، چې د دې کانال د رغېدو سره به يې شاوخوا ۵۵۰۰۰۰ هکتاره شاړه دښته به په کرنیزه مځکه واړوي. دا کانال چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې طرحه شوی و، د ا.ا.ا په دویم ځل واکمنېدو سره د ۲۸۵ کيلومتره کانال چارې عملاً پيل شوې او د کانال لومړی پړاو د روان کال په اکتوبر مياشت کې بشپړ شو.دا چې د دې سيمې خلک وچکالۍ سخت ځپلي،نو له همدې امله د دې کانال د چارو بشپړېدو ته بې صبرانه شېبې شماري خو د دې لويې پروژې بشپړېدنه به وخت اخلي. د شبرغان یو تن اوسېدونکی حکيم وايي چې د کانال د چارو په بشپړېدو سره به موږ ټوله خشحاله او شتمن شو.د ا.ا.ا دغه پروژه د یوه داسې هېواد لپاره مهمه بولي چې لسیزو جګړو ځپلی او دم‌ګړی د کاري فرصتونو له کمښت او ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دی. د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دغې رسنۍ ته ويلي چې په اوس مهال کې دا ډول يو پروژه د ټولو هېوادوالو لپاره د هيلو یو لويه سرچينه ده.خو د پولي هاخوا ګاوڼدیو (ازبيکستان او ترکمسنتان) سره دا ډول لېوالتیا نشته، هغوی د افغانستان د هغه پلان په اړه چې د آمو سیند شل سلنه اوبه د کانال په لوري ور ماتوي خپله اندېښنه نده پټه کړې. د آمو سیند مرکزي آسیا هېوادونو کې د کرنيزو ځمکو خړوبونې لپاره یو مهمه سرچینه بلل کېږي.د روان کال په سپټمبر مياشت کې ازبيک ولسمشر شوکت مير ضيايف یوې بین المللي غونډې ته چې په تاجيکستان کې جوړه شوې وه، د قوش تېپې کانال جوړونې ته په اشارې سره ويلي وه چې دغه پروژه کولی شي په بنسټيز ډول په مرکزي آسيا کې د اوبو رژیم او توازون ته بدلون ورکړي. یو مياشت وروسته د ازبيکستان د لومړي وزیر مرستيال جمشید خواجه‌یوف به مشرۍ یو پلاوی د دوه اړخيزو اړيکو په تړاو د خبرو اترو لپاره کابل ته راغلی و.یوه سرچینه چې د غونډې په جزیاتو خبره وه، خپرونې ته ويلي چې د قوش تېپې د کانال پروژه د اجنډاء په سر کې ځای درلود. بلخوا د ا.ا.ا لوړ پوړو چارواکو د کانال د رغاونې د چارو په وړاندې د هر ډول خنډ او مداخلې په تړاو خبردارۍ ورکړی.همدارنګه د ا.ا.ا د رئيس الوزراء لومړي اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روان کال په مارچ مياشت کې د سيمې څخه د ليدنې پر مهال ويلي وه په هره بیه چې وي کانال به بشپړېږي.د جرمني د کانالونو انجنیرۍ څېړنو فدرالي انستیتوت کې د اوبو د سرچینو او چاپېریال متخصص نجیب الله سدید ویلي چې د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې د اوبو پروژې قوي ولسي ملاتړ له ځانه سره لري.له افغانستان سره د اوبو پر سر ناندرۍ يوازې د منځنۍ آسيا هېوادونو په ځانګړې ډول د ازبيکستان سره نه‌ده بلکې ځينې وخت د ایران سره هم د هلمند رود د اوبو پر سره ستونزه تر جدي بريده ورسېږي او حتی د دواړو لوريو تر منځ د مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو لامل شوي.
خو شننونکي په دې باور دي چې د قوشتېپې کانال په تړاو ناندرۍ او اندېښنې به د تاوتريخوالي لورته ولاړې نه ‌شي، ځکه ازبيکستان او ترکمنستان دې ته لېواله دي څو د افغانستان سره خپل لوی پروژې، نل ليکې او رېل پټلۍ مخته يو سي.
د ژباړن تبصره:
آمو سيند د تاجيکستان، ازبيکستان، قرغيزستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د پوله تېرېدونکي سيند بڼه لري.په افغانستان کې د آمو سيند په اړه تازه څېړنې ښيي چې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد تر منځ د ياد سیند اوبه نيم په نیمه وېشل شوي دي.
له دغه وېش نه وروسته د پخواني شوروي اتحاد نیمه برخه اوبه د يادو پنځو هېوادونو ترمنځ د یوه ځانګړي حقوقي رژیم پر بنسټ چې د پوله تېرېدونکي سیند لپاره ټاکل شوی وېشل کېږي. د پخواني شوروي اتحاد اشغال پر مهال د آمو سیند پاتې اوبه د یادو هېوادونو تر منځ د ځانګړي حقوقو رژيم پر بنسټ د ځینو حقوقي سرغړونو او نیمګړتیاوو سره سره پلي کړی دی.
هغه مهال چې افغانستان د پخواني شوري اتحاد په اشغال کې وو، د دې پر ځای چې د آمو سیند پنځوس سلنه اوبه څلورو هېوادونو ته د یاد حقوقو رژيم پر بنسټ او د افغانستان سره په همږغۍ ووېشي د یاد سیند نږدې ټولې سرحدي اوبه د افغانسان سره د سلا او مشورې پرته ورکړې. د آمو په سیند کې د افغانستان نږدې ټوله حقابه د افغانستان د نور قلمرو په څېر د شوروي اتحاد له لوري اشغال شوه خو د اشغال څخه تر آزادۍ څو لسيزې وروسته لاهم د افغانستان برخه اوبه شمالي ګاونډیان استعمالوي.
په پايله کې ويلی شو چې د قوشتېپې کانال په اړه د منځني آسيا هیوادونو په ځانګړي ډول د ازبيکستان اندېښنې کوم حقوقي او منطقي بنسټ نه‌لري، او په دې تړاو د افغانستان مسؤلو چارواکو په وار وار ويلي که کوم ګاونډ هېواد ياده برخه کې کومه ستونزه لري کولای شو د ډيپلوماټيکي چينلونو له لارې يې حل کړو.

ليکنه:خدای نور ناصر – ژباړه او تخليص: ثناء الله عمران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *