افغانستان

افغان سرتېري: په هر ډول شرايطو کې د خپل هېواد، نظام او خلکو ساتنه کوو

د شمال زون ٢٠٩ الفتح قول اردو څخه ۶۵۰ تنه مجاهدین د دریو میاشتنيو زده کړو وروسته فارغ شوي.د فراغت په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نور الله نوري، د بلخ والي محمد یوسف وفا، د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان، د شمال زون د ټولو ولایتونو واليانو او ګڼ شمېر مسولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ درستيزوال مولوي نقيب الله عزیزي ویلي، چې د دغه قوماندۍ د ښوونیز مرکز څخه له درې میاشتني عقیدوي، پوځي او تکتیکي زده کړو څخه ۶۵۰ تنه مجاهدین فارغ او ټولنې ته وړاندي شول.مسولینو په خپلو ویناوو کې فارغين خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي او زیاته کړې یې ده؛ اوسنۍ اسلامي نظام د خدای تعالی یو عظیم نعمت دی او ساتنه یې د ټولو افغانانو ګډ مسولیت دی، موږ او تاسو باید په ګډه له دغه اسلامي نظام څخه ساتنه او دفاع وکړو.فارغ شوو سرتیرو د زده کړو ترلاسه کولو څخه خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چې په هر ډول شرايطو کې د خپل هېواد، نظام او خلکو څخه دفاع کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *