افغانستان

افغان سفیر هندي پانګه وال افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

د افغانستان سفیر فرید ماموندزي له هندي پانګه والو غوښتي چې افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته او د افغان سوداګرو د تولیدي ظرفیت لوړولو کې د هغوی ملاتړ وکړي. په نوي ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي د خپل رسمي سفر په جریان کې د پونې ښار له پانګوالو سره وکتل. سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د هند او افغانستان تر منځ د وچې او تازه میوې د صادراتو او وارداتو پر ښه والي، د ټیکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو او وړتیاوو پر پراختیا، د صحي درملو پر پروسیس او د صحي درملو لپاره د خامو موادو پر کیفیت او کمیت بحثونه وشول. ماموندزي هندي پانګوال هڅولي تر څو له افغان سوداګرو سره خپله راکړه ورکړه لا زیاته او د افغان سوداګرو د تولید د ظرفیت په لوړولو کې د هغوی ملاتړ وکړي. دواړو لوریو د افغانستان او هند په ځانګړي توګه د پونې تر منځ د سوداګرۍ پر فرصتونو او ستونزو پر حللارو خبرې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *