افغانستان

افغان سوداگر د سرطان ناروغي د درملنې یو مجهز روغتون جوړوي

شریعت: د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، د هېواد له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره

شریعت: د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي قدرت الله جمال، د هېواد له یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر وایي: چې په دې کتنه کې، سوداګرو په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره د سهامي شرکت له لارې د سمبال روغتون پر جوړولو خبرې وکړې او د ویزو په برخه کې یې خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
هغوی دغه راز د خپلو فابریکو د تولیداتو د کاپي کېدو د مخنیوي غوښتونکي شول.
په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ویلي: امیرالمؤمنین (حفظه الله) تل د صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کړی دی؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګرو او صنعتکارانو کور دی او د هغوی هر اړخیز ملاتړ کوي.
هغه همدا رنګه، د ستونزو د حل‌لارو موندلو لپاره، سوداګرو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ستونزې او وړاندیزونه به یې د تائيد په موخه له اقتصادي کمېسیو سره شریک شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *