لیکنېمقالی اوتبصرې

افغان مېرمنې په حقوقي لحاظ بشپړ خونديتوب لري

د اسلام سپېڅلي دین د ښځې مقام د مور په بڼه له نارینه لوړ ښودلی ځکه ښځه ده چې د یوې مهربانې مورپه بڼه یې د بشربقا ، هستي او پایښت یې له بابا آدم څخه تر دې دمه د ځمکې پرمخ جاري ساتلي،نوپه یقین سره ویلای شو،چې د ښځې موجودیت به له نارینه او د نارینه موجودیت به له ښځې پرته هېڅ کومه مانا ونه لري، ځکه دوی دواړه د بشر د بقا لپاره یو د بل لازم او ملزوم دي خو ښځه بیا د انساني ژوند په دغه اوږده بهیر کې د نارینه په پرتله لوړه خدمتګاره ثابته شوې ځکه د بشرلپاره د یوې مهربانه پرستارې په توګه یې د نارینه په پرتله تل ګړندي او قوي ګامونه پورته کړي ځکه ټول انسانان که نر وي یا ښځه د یوه کمزوري، بیوسه او بیوزله ماشوم په بڼه دنیا ته راځي که مهربانه مورنه وي ښایي تر دوو درېیو شپو پورې ژوندی پاتې نه شي همدا مور ده چې د زیږون د سختیو له لومړیو شیبو بیا ترهغه وخته د ماشوم پالنه اوساتنه پر غاړه اخلي، له هغه وروسته یې هم په ناز نعمت لویوي د اولاد په مقابل کې مورنۍ مينه د الله ج هغه لوی حکمت دی چې په ډېره ژوره توګه یې د مور په ذهن کې ایښې ده، د سختې پېښې په صورت کې ښایي مور خپل اولاد ته د نجات ورکولو په خاطر د سرپه بیه قرباني ته هم حاضره شي،نو هغه عاطفه چې ښځه یې د اولادونو په وړاندې د مورپه وجود کې لري د پلارپه وجود کې نشته،نو ځکه یې حقوق هم تر پلار زیات ښودل شوي، ښځه نه یوازې د بشرپالونکې او ساتونکې ده بلکې د ښکلا او ښایست هغه ځلانده ډېوه هم ده چې کور پرې ښایسته او روښانه وي،نو لازمه ده چې په درنه سترګه ورته وکتل شي او له هر ډول تاوتریخوالیو څخه خوندي وساتل شي، ښځې حضرت آدم علیه السلام له تنهایې را ویوست، له یوازیتوب او انفرادیت نه یې وژغوره او دواړو په خوشحالۍ سره یې یو د بل په غېږه کې خپل ټولنیز ژوند پیل کړ په خواشینۍ سره چې د زمانې په تیرېدو سره یې په اولاده کې طبقات را منځ ته شول او په ډېرو ټولنو کې نارینه و ښځه د دوهم پیدا شوي کس په توګه وګڼله، خو وساتله، ځینو ټولنو بیا ورټله او وکوټله ، د عربو د جاهلیت په دوره کې ماشومې نجونې ژوندۍ ښخېدې تر دې لوی او ځوروونکی عذاب به دې ښځې لپاره چېرې وي چې نوې زیږدلې ماشومه نجلۍ د هغه جاهلانه غیرت په حکم چې تربوران پیغور ورنه کړي ژوندۍ ښخېدله او ورکېدله ، دغه بې رحمه او جاهلانه غیرت د سردار کاینات حضرت محمد مصطفی ص په واسطه له منځه لاړ، همدارنګه په ځینو ټولنو کې به شاقه او سخت کارونه ښځو ترسره کول او نارینه به د خیر په غونډۍ ورته ناست و، له دې ټولنو په ځینو کې به یې د کوژدن په مهال په ښځه دا شرط هم ایښودل کېده چې که یې مېړه ښه نه و، نوطلاق کېږي به ، خو داچې ولې د تاریخ په اوږدو کې پورته ټول کرکجن رواجونه په ښځه تعمیل کېدل د جهالت د رواجونو زیږنده به یې وبولو که د تاریخ په اوږدو کې د ښځې موقف په نورو مذاهبو کې را وڅېړل شي، نو ښځه له عجیبو زړه بوګنونکو تاوتریخوالیو سره مخ شوې ده، د هند په پخوانیو ټولنو کې د هندي مذهبي ایجاباتو له مخې ښځه له ټولو له سخت او لوړعذاب سره مخ وه ځکه په بېګناه ډول به د خاوند د مرګ پر مهال هغه هم په هغه او ژوندۍ ستۍ (سوځول ) کېدله چې د مذهبي مراسمو په حکم به یې د خاوند د جسد سوځولو لپاره بل شوی و دا یو څرګند حقیقت دی که ښځه نه وي د انسان ژوند بې مانا دی یو شمېر هغه کسان چې د سلوک انحراف لري او نه شي کولای چې د کورنۍ ژوند له اصولو سره سم پرمخ ولاړشي،نو کورنی تاوتریخوالي را پورته کوي، ګاونډیان په ځان را خبروي او کله نا کله خبره تر جدایي پورې رسوي چې د نارینه دا ډول سلوک د کورنۍ شیرازه ویجاړوي او له ټولو ځوروونکي داچې که په دې وخت کې دوی او لادونه ولري نو د اولاد په روحیه به یې د مور، پلار دا سلوک څه اغېز ولري؟ موږ د مخه هم دې ټکي ته اشاره وکړه چې په رواني ناروغۍ اخته کسان په ښځو د تاوتریخوالیو د اعمال په ترڅ کې د کورنۍ شیرازه ویجاوړي خو دا د حل سمه لاره لري په دې شرط چې غوږ ونیول شي او ستونزه د منطقي دلایلو په رڼا کې حل شي په کورنیو تاوتریخوالیو کې د مېړه او مېرمنې والدین له ټولو ښه منځګړيتوب کولای شي په دې شرط چې د ښځې او مېړه لخوا غوږ ورته ونیول شي. که د ښځې په اخلاقي ، فزیکي او سلوکي جوړښت خبرې وکړو،نو په دې خو هرڅوک پوهېږي چې ښځه هم د نارینه په شان د ټولو انساني احساساتو او ادراکاتو درلودونکې ده، که فزیکل له نارینه کمزورې ده خو احساسات،ادراکات او عاطفه یې بیا تر نارینه پیا وړې ده، ښځه د الله پاک هغه عاطفوي مخلوق دی چې هم د خپل خاوند او هم د خپلو اولادونو لپاره لومړۍ درجه خواخوږې او مونسه ثبوت شوې،نو له هغه سره هم د خاوند او اولادونو لخوا مهربانه او زړه سواندی سلوک باید وشي،د ښځې او بلوغ ته تر رسېدو پورې یې د اولادونو نفقه په خاوند فرض ګرځول شوې ځکه اسلام په حقوقي لحاظ او هم په کورنۍ معاشره کې د ښځې او مېړه حدود مشخص ټاکلي او په ښځه یې د خپل خاوند لخوا ظلم یا تاوتریخوالی موارد نه دی ښودلی له نیکه مرغه د اسلامي امارت په منشور کې هم د ښځې موقف په حقوقي لحاظ بشپړ خوندي ساتل شوی دی.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *