سرمقالې

افغان ولس دې ملي غداران وپېژني !

له بده مرغه همدغه دروند، مېړنی او با وقاره افغان ملت په خپله غېږکې یو شمېر داسې ملي خاینان او بې وجدانه څېرې لري چې نه د ایمان او دیندارۍ کوم  احساس پکې شته، نه په زړونوکې خپل ولس او د خاپوړو ځای سره کومه مینه او خواخوږي لري، نه له ننګ، ناموس اوغیرته خبر دي اونه دا نور ملي او کلتوري ارزښتونه کوم قیمت ورته لري، بیا هم په ډېر تاسف چې دوی یوازې او یوازې د خپلو هوسونو او عیاشيو پوره کولو ارمانجن دی. تردې چې که فرضاً د خپل ټول هېواد په کنډواله کېدو او څلوېښت میلیونه هېوادوالو په یو مخیزه تباهۍ او بدبختۍ هم خپلې ځاني مزې، چړچې ترلاسه کولی شي نومخ نه ترې اړوي.مثلاً همدې لنډه موده کې وګورئ که له ایرانه زموږ پرخوا کوم ډز شوی، دوی پرې خوشال وي، که له پاکستانه کوم تېری کيږي دوی یو پربل زیرې کوي، که د هېواد پر فضا بهرنۍ امریکایي یا پاکستانۍ الوتکه راښکاره شي، دوی لاسونه پړکوي اوکه هېواد کې دننه کومه تخریبي کړنه یا آسماني افت منځ ته راځي دوی به خولې پرې چړپوي. لنډه دا چې د دوی بې احساسۍ او بې وجدانۍ ته سړی هک حیران پاتې شي. حقیقت دادی چې فقط همدا ډول کسان اصلاً د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو د ګردو ناخوالو، بدبختیو او رنځونو عاملین دي. دوی هماغه متعصبین دي چې هم د افغانستان له نامه سره ژوره کرکه لري، هم یې له مؤسس اعلی حضرت احمدشاه بابا سره او هم یې له ټولو هغو میړنیو مجاهدو مدافعینو سره چې د خپلو سرونو په قربانۍ او ټټرونو په سپرکولو سره یې همېشه له هریرغلګر سره بې دریغه مقابلې کړې او خپل هېواد یې د پرديو له اسارته ژغورلی دی. همداوجه ده چې هریرغلګر د همدغې خبیثې کړۍ د خدمت او چوپړ په واسطه هېواد ته را داخل شوی او د اختلافاتو، تعصبونو، تجزیې او هراړخیز فساد په خپرولو یې لاس پورې کړی. دغو بې شرمو او سپین سترګو وطن پلورونکو همېشه پردیو ته کچکول نیولی، هریهود،هنود، صلیبي او ملحد سره یې د هېواد پلورنې سودا کړې  هغوی یې رابللي او پر خپلو هېوادوالو یې د غټو بمونو غورځولو او چاپو، ډاکو اچولو غوښتنه ترې کړې ده. نوګورئ کړېدليو افغانانو دغه د لستوڼې ماران ښه په غوروپېژنئ، پروپاګند او تبلیغات یې مه اورئ او آن خپلو لمسیو، کړوسیو ته وصیتونه او سپارښتنې وکړئ چې د بیا لپاره نه باور پرې وکړي اونه بیا لاسونه ورته وپړکوي. نور باید هر افغان ته د هغوی خیانت او درغلي ښه څرګنده شوې او د تل لپاره يې د خپل ملی تاریخ په تور لیست کې نومونه ثبت کړي. راځئ نور چاته غوږ مه نیسئ او فقط د خپل هېواد پرمختګ، سوکالۍ او بسیاینې ته ملاوتړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button