سرمقالې

افغان ولس له خپلو ترکي او شامي وروڼو سره ژوره غمرازي لري!

د شریعت سرمقاله / ۱۲۶مه ګڼه
د رارسېدلو خبرونو له مخې تېره ورځ په ترکیه او سوریه کې د منځ ته راغلې زلزلې په نتیجه کې د انساني تلفاتو شمېر زرگونوته رسېدلی اوهره شېبه په یادو ارقامو کې څه ناڅه زیاتوالي اعلانیږي. دا چې انساني توکم په ټولیزه توګه اصلاً یوه کورنۍ ده، همدا وجه ده چې د نړۍ په هره برخه کې بشریت ته رسېدلي زیانونه همېشه ډېر نور هم اغېزمن کوي او همدا راز له سوکالۍ سره یې ډېر نور هم سوکاله وي. البته کله چې د ځینو وګړو ترمنځ یو څه نور مشترکات هم وي نو یاد اغېز لاپسې زیاتیږي. بناء پردې موږ هم د اسلامی نړۍ له ګردو مسلمانو ملتونو سره د خپلو دیني معتقداتو، کلتوري نزدیوالي او سیمه ایزو اړیکو له کبله نسبت له نورو ملتونو زیاتې او ژورې اړیکې لرو. او همدا وجه ده چې اوس ټول افغان ولس د ترکي او شامی زلزله ځپلو مسلمانو وروڼو په غم ویرجن او مصیبت ځپلو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي. په دې لړ کې د افغانستان اسلامی امارت هم له یادو جهتونو سره د پوره غمرازۍ او خپل توان سره سم د مالي مرستو اعلان کړی او مصیبت ځپلو ته یې ډاډ گېرنه ورکړې ده. دا په داسې حال کې چې افغانان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې نه یوازې د نړۍ د دواړو ختیځو او لویدیځو نظامی اتحادونو له خورا وحشي یرغلونو سره مخ او په مقاومت او جگړه کې انتهایي زیات وځپل شول او مادی وسایل او شتمنۍ یې په صفر ودرېدلې، بلکې پرله پسې ډول همدغسې اسمانې افات هم ورته راپېښ شول. د مثال په ډول تېر کال په ژمي کې زلزلې، تېراوړي کې سیلابونو او تردې مخکې وچکالیو د افغانانو ژوند ژواک د بې وزلۍ وروستۍ کچې ته ورساو. مطلب دا چې اوس مهال افغان ملت په سخته بې وسۍ او تنگلاسۍ کې راګیردی او همدا لامل دی چې خپلو مسلمانو وروڼو سره د خیر په چارو کې پوره ونډه نه شي اخیستلی. کنه حقیقت خو دادی چې افغانانو د خپل دین او مذهب هغه سپارښتنې ډېرې په کلکه منلې چې ټول مسلمانان سره وروڼه او د هغه چا ایمان بشپړنه دی چې د نورو مسلمانانو له حاله بې پروا او ښه – بده یې ورته مهمه نه وي. که څه هم مسلمانان عموماً د همداسې خواخوږۍ احساس لري او که پرحکومتونو حساب ونه کړو نو د ولسونو تر منځ لا هم د ټینگو اړیکو او اسلامی اخوت ارمانونه او تلوسې ژوندۍ او څپانده دي. خو له بده مرغه دا د حکومتونو او سیاسي واکمنو کړیو گناه ده چې ایکي یو مسلمان امت یې په شپېتو برخو وېشلی، برمته کړی او له نورو مسلمانانو سره د دوستۍ او ورور گلوۍ پرځای دښمنۍ ته هڅولی دی. اوس دا حقیقت له هیچاپټ نه دی چې په اسلامی نړۍ کې موجوده بدمرغي، انحطاط، ذلت او خورا ناوړه حالت د هغو حاکمانو د عمل نتیجه ده چې شپه ورځ د مسلمانانو د سرسخته دښمنانو فرمایشاتو ته سلامی ولاړ او تل د هغوی پلانونه تطبیقوي. تردې چې زیاترو خویې د خپلو ګردو شتمنیو او خزانو چابیانې هم هماغو کینه کښو دښمنانوته سپارلې او خپله یې خپل ځانونه د هغوی د رحم وشفقت په لمن کې غورځولي دي. خو د دې پر خلاف که چېرې مسلمانانوته یاده بدبختي ورپېښه نه وی نو څښتن تعالی خو اسلامی نړۍ له مادي شتمنیو داسې مالامال پیدا کړې چې باید په هیڅ صورت دلته د بې وزلۍ نوم او نښان هم نه وی. دغه راز د زلزلو، سېلابونو یا نورو اسمانی افاتو پر وخت خو باید چې په یوه ساعت کې مصیبت ځپلو ته هر ډول مرستې رسېدلې وی. خو بیا هم ډېر د افسوس ځای دی چې بیا به هم اغیاروته نارې او هماغه دښمنان به د مرستو سرلاري وي، په داسې حال کې چې ترڅنگ یې انتهایي ډېر زیات بډای مسلمان هېوادونه گاونډیان هم دي. په هر صورت متعال خدای جل جلاله دې ټولو مسلمانانو کې د اخوت احساس را ژوندی او خپلو مسلمانو مصیبت ځپلو وروڼو سره د مرستو توفیق ور په برخه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *