
افغان – ټرانس د ریل پټلۍ کرښه!
هر هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ، ځان بساینې، صنعتي سکتور تقویې او نورو مختلفو اقتصادي اهدافو لپاره قوي ټرانسپورټي سیستم ته اړتیا لري، خو دا سیستمونه د هېوادونو تر موقعیت، پالیسو او سرمایو پورې تړاو لري چې کوم هیــېواد څه ډول سیستم څخه استفاده کوي، په نړۍ کې مختلف ټرانسپورټي سیستمونه کارول کېږي لکه د هوا له لارې ټرانسپورټ، ځمکنی ټرانسپورت، د سمندرونو له لارې راکړې ورکړې او د ریل پټلۍ په واسطه انتفالات دي چې هر هېـــواد د خپلو شته فرصتونو او ننګونو له تحلیل وروسته یو سیستم د ځان لپاره انتخابوي، دا چې زموږ لپاره په وچه کې راګېریدل یو ډول ننګونه ده او په نړیوال تجارت کې موږ ته د ډېري مداخلې حق نه راکوي ځکه چې د نړۍ له لویو مارکیټونو سره زموږ وصلېدل د هوا له لارې زیاتو مصارفو ته اړتیا لري او اوبو ته بیا موږ د جغرافیې موقعیت له مخې لار نه لرو نو ځکه خو یو ښه او مؤثره افشن د ریل پټلۍ جوړول دي چې له نېکمرغه د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې خورا ځیرک او جدي ګامونه اخیستي دي، د مختلفو پروژو ترڅنګ چې په مرسته یې موږ د بېلابېلو هیوادونو سره د ریل پټلۍ له لارې وصلېدل یوه مهمه او حیاتي پروژه
ده.
(افغان-ټرانس) پروژه چې د درې هیوادونو (ازبيکستان، افغانستان، پاکستان) ترمنځ جوړېږي، دا پروژه به د ازبيکستان له ترمذ ښار څخه پیل او د افغانستان له مزار، سمنکان، بغلان، پروان، وردګ، کابل، لوګر او ننګرهار وروسته به د پاکستان له ریل پټلۍ شبکې سره ونښلول شي، خو له وروستیو تحقیقاتو څخه دا مسیر د طبعي پیښو، غرونو، اوږد مسیر او لوړو مصارفو په خاطر د درې واړه هیوادونو په توافق د (لوګر تورخم)
پرځای (لوګر پکتیا) ته تبدیل شو چې 126 کیلومتره د لومړني
مسیر څخه لنډ دی او لږو مصارفو ته اړتیا لري، د دې پروژې ټول
اوږدوالی چې زموږ د هېواد څخه تیرېږي کابو 500 کیلومتره دی چې د 6 ميلیارده ډالرو په سرمایه ګذاري سره به تر 2027 م کال پورې بشپړه
شي.
دغه پروژه ولې جوړېږي، څه ګټې لري؟
له ټولو مهمه نقطه دا ده چې د دې ریل پټلۍ په مرسته به سیمه يیز اتصال رامنځته شي او جنوبي اسیا به د ختیځې اسیا سره ونښلول
شي.
ددې هېوادونو ترمنځ به راکړه ورکړه يا سوداګري 22 ميلیارده ډالرو ته لوړه شي
له ازبيکستان څخه د توکو انتقال به د 33 ورځو څخه 4 ورځو ته راکم
شي
زموږ د هېواد هغه ولایتونه چې ریل پټلۍ ورڅخه تیرېږي د لوړو سهلتونه او چټکي سوداګرۍ زمینه به ورته برابره شي
تر 2030 م کال پورې به له دې لارې شاوخوا 15 میلونه ټنه انتقالات ترسره کېږي
د پاکستان له ریل پټلۍ سره په نښلېدو به له هغه طریقه اوبو او نړیوالو مارکیټونه ته لاسرسی اسانه شي
په هېواد کې د کار، سوداګرۍ، تګ راتګ لپاره زمینه برابرول هغه مهم فرصتونه دي چې د پروژې له تکمیل وروسته به ترلاسه
شي.
له نېکمرغه چې په دې وروستیو کې د هیواد په مختلفو برخو کې زېربنایي چارې دوام لري او له ټولو مهم او د ارزښت وړ پروژې د ریل پټلۍ او سړکونو جوړول دي چې د سیمې له هېوادونو سره د نښلولو ترڅنک د هېواد په داخل کې انتقالات، تک راتګ او سوداګري لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي، د انکشافي سیاست عالماً په دې اند دي چې پرمختک د سړک سره تړلی دی یعنې د سړک څخه د دوی هدف ترانسپورټي سړکونه او لارې دي، چې په هېواد کې یې جوړېدل عملاً جریان لري، د پرمختللې، هوسا او ځان بسیا هیواد په
هیله.
م. ایوب عمري