
افغانستان
افغان ټیلیکام شرکت د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې مخابراتي خدمتونه پیل کړل
د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غزني د والي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد سایټ پرون فعال شو او د سیمې اوسېدونکو ته به انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغه ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې هم د یاد شرکت له لوري د یوه سایټ د جوړېدو لومړني کارونه پیل شوي او هلته به ډېر ژر خلک د افغان ټیلکام له مخابراتي چوپړتیاوو څخه برخمن شي.