مقالی اوتبصرې

اقتصادي ثبات به هوساينه را منځته کړي

په داسې حال کې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت تامین شوی ورسره جوخت د هغو ستونزو په حل کار روان دی،چې دنسکور شوي رژيم له خوا راپاتې دي. همدا اوس په هېواد کې داشغالګرو هېوادونو اقتصادي بندیزونو سره سره داقتصادي انفلاسيون مخه نیول شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره اقتصادي خوځښت پیاوړتیا مومي، د نړۍ هېوادونو ته به جوته وي چې لاس وهونکو زموږ په هيواد کې څومره د اقتصادي ګډوډيو لپاره لمن ووهله هڅه يې وکړه چې د هيواد د ننه او بهر کې د بانکي خدمتونو په وړاندې بندیزونه رامنځته کړي او د سوداګرو لپاره داسې ستونزې رامنځته کړي چې د خوراکي لومړنيو توکو بيې پرې لوړې شي. دغه راز مافیايي کړيو په دغه بندیزونو هم بسنه ونه کړه او له هيواد څخه يې د ډالرو په قاچاق او د افغانیو په مقابل کې د ډالرو لوړوالي لپاره پرله پسې هڅې پیل کړي. خو د اسلامي امارت مسؤلینو په نه ستړي کېدونکو هلوځلو سره په ډېره لږه موده کې د هيواد او خلکو دښمنانو توطیه ورشنډه کړه او اقتصادي ثبات يې را منځته کړ. د اسلامي امارت پر وخت اقدام له امله د ډالرو راکړه ورکړه ترکنترول لاندې ونیول شوه او ورځ تربلې دالر د افغانیو په مقابل کې په رالوېدو شو .هيوادوالو وليدل چې د پخوا په پرته په اقتصادي راپاتې شویو ستونزو کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی او د هغو لاس وهونکو کړيو مخه نيول شوې چې دمافیایي کړیو په ګټه او زموږ د هيوادوالو په زیان کارکوي.
پوهېږو چې ستونزې به پوره نه وي رغول شوې خو اسلامي امارت په دې هڅو کې دي چې هېوادوالو ته د هوساینې په رامنځته کېدو کې هغه لارې ولټوي کومې چې اړینې دي.
همدا اوس په نړیواله کچه له هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا او سوداګریزو چارو د سمون په خاطر یو لړ ګامونه پورته شوي چې زموږ شمالی ګاونډیانو ليوالتیا ښودلي چې په مختلفو برخو کې د راکړې ورکړي لاس راوغځوي ترڅو د متقابلو ګټو د پیاوړتیا او خوندیتوب لپاره لاره هواره شي.
ازبيکستاني پلاوی چې د اسلامي امارت له مسؤلينو سره په ليدوکتو بوخت دی په داسې مسايلو خبرې کړې چې د اقتصادي پیاوړتیا سبب ګرځي مناسبه ده چې د ازبيکستان په څېر نور هېوادونه هم په افغانستان کې د اوسني رامنځته شوي امنیت څخه ګټه پورته کړي کې او د متقابلو ګټو د پياوړتیا لپاره ګډې لارې ولټول شي ترڅو د میشتو وکړو لپاره د پرمختګ او هوساینې اوږدمهاله لاره را لنډه شي.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *