افغانستان

اقتصادي معاونیت؛سږ کال د افغانسـتان سـوداګــري د پـام وړ زیـاته شــوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی، چې ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان سوداګرۍ کچه د پام وړ زیاته شوې ده او اسلامي امارت په هېواد کې د سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، له بدیلو سوداګریزو لارو ګټه اخیستل، د صادراتو زیاتوالی، د سوداګرۍ خونو جوړول، په خامو موادو د تعرفې کمول، د ملي او نړيوالو نندارتونونو جوړول، د مالیاتي جریمو معاف کول او په ګمرکونو کې د ۲۴ ساعته خدمتونو وړاندې کول هېواد کې د سوداګرۍ پر پراختیا اغېز کړی.
یاده حکومتي اداره همداراز زیاتوي، چې هوایي دهلېزونه، معیاري ټرانسپورټ برخه کې د لویو لارو بیارغونه، د توکو کیفیت د کنټرول لپاره د معیاري لابراتوارونو جوړېدل، د ګمرکونو عصري کول، په ټرانزېټ کې اسانتیاوې رامنځته کول، د اوسپنې پټلۍ شبکو پراختیا او بیارغونه او د ګمرکي جریمو معافېدل نور هغه موارد دي چې د هېواد سوداګرۍ یې .

پراخه او غوړولې ده.
اقتصادي معاونیت د سوداګرۍ پراختیا لاملونو په اړه ویلي، چې د دې ترڅنګ په سرحدونو کې له ګاونډیان سره د ګډو سوداګریزو بازارونو جوړول، د صنعتي پارکونو پراختیا، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د کورنۍ او بهرنۍ پانګې راجلبول، د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه او په دولتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو څخه استفاده کول نور هغه موارد دي چې د هېواد د سوداګرۍ سکټور په پراختیا کې یې د پام وړ پرمختګ راوستی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د هېواد اقتصادي وده ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې یي کوټلي ګامونه اوچت کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *