افغانستان

اقتصاد وزارت: د پاکستان اقتصادي کړکېچ به پر افغانستان اغېز ونه کړي

یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې په پاکستان کې د مالي بحران او اقتصادي ننګونو زیاتوالی به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي. خو د اقتصاد وزارت وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د پاکستان اقتصادي ستونزې پر افغانستان منفي اغېز ونه کړي. د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وایي، په سیمه کې هر ډول سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکیچ د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت منفي اغیز کولی شي، خو سم مدیریت، پلان جوړول او کره پالیسي ددې لامل شوې ده چې افغانستان د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو له اقتصادي ستونزو ډېر اغېزمن نه شي. د راپورونو له مخې په پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ له امله د امریکايي ډالر پر وړاندې د دغه هېواد د روپۍ ارزښت په بې ساري ډول راټیټ شوی او په دغه هېواد کې د توکو بیې هم په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *