اقتصاد او رغونه

اقتصاد وزارت: په صادراتو کې مو ۷ سلنه زیاتوالی راغلی

اقتصاد وزارت په هېواد کې د پړسوب یا انفلاسیون د کچې د راټېټډ خبر ورکړی دی. د چارواکو په وینا، د توکو بیه څلور اعشاریه یو سلنه کمه شوې او په روان زیږدیز کال کې د افغانستان صادرات اووه سلنه زیاتوالی ښيي. د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي، چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۵٫۴ سلنه لوړ شوی دی. بل خوا، د افغانستان بانک وایي، چې د سوېلي اسیا د سیمه‌ییزو همکاریو سازمان یا سارک په غونډه کې چې د مې میاشتې په لومړۍ او دویمې جوړه شوې وه، افغانۍ د دغه سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې باثباته پولي واحد بلل شوې ده. د سوېلي اسیا د سیمه‌یزو همکاریو سازمان یا سارک په ۱۹۹۸زیږدیز کال کې د هند، پاکستان، بنګله‌دېش، نیپال، مالدیف او بوټان له لوري جوړ شو او افغانستان په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې په رسمي توګه د دغه سازمان د غړي په توګه ومنل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *