مقالی اوتبصرې

اقلیمي تغییرات او سېلابونه

عادل عادل

د انسان عُمر د اقلیمي تغییراتو په لړ کې د یوې لحظې یا  لنډې زماني مقطع په مثال دی، په ورته وخت کې د انسانانو  علمي تحقیقات او موندنې هم د انسان د اړتیا په حدودو کې د هغه د حد اکثر عُمر یانې ۱۰۰ کلونو پر فرضیې باندې  بناء دي.
لهذا اکثره هیښوونکي اقلیمي ناورینونه لکه زلزلې، طوفانونه او سېلابونه کله هم نوي نه دي خو دا چې د تکرارېدو موده یې د انسان د عُمر په نسبت لسګونه او سلګونه چنده  ډېره ده نو ځکه خو موږ او تاسو انسانانو ته نوي مالومېږي.
له بلې خوا پورته زماني غوڅ توپیر ته په پام ویلای شو چې په اقلیمي تغیراتو کې د انسانانو لاس او قدرت کله هم د پام او باور وړ نه شي کېدای، په دې مانا چې نه خو د یادو تغییراتو  په ایجاد کې انسان رول لوبولای شي او نه یې هم د مخنیوی وس او توان لري،،
نن سبا چې د لویو استعماري قدرتونو له لوري د اقلیمي تغییر موضوع او په هغې کې انساني دخالت ته  په نړیواله کچه  ډېره هوا ورکول کېږي هدف یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د انساني وګړو فکري تسخیر  دی تر څو  د دوی په اذهانو کې دا باور (شرکي ګروهه) رامنتځ ته کړي چې ګواکي د نړۍ لوی قدرتونه کولای شي بارانونه و اوروي،، او چېرته چې وغواړي زلزلې ایجاد کړي او یا سېلابونه راوباسي.
هو، انسانان مسؤولیت لري تر څو د چاپېریال د سالمې ساتنې او کارونې پر مټ  د اقلیمي قدرتي تغییراتو له نتایجو څخه مثبته ګټه پورته کړي او په نه پاملرنې  یې په لوی لاس د ځان په وړاندې ویجاړوونکې ثابت نکړي،،
په همدې مناسبت د هېواد  د لویو ښارونو او  ښاروالیو ښاغلو چارواکو ته ور په یادوم چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې لکه څنګه چې دولتي (سلطاني)  ځمکې غصب شوې دي همداسې د اوبو خوړونه هم د خپلسرو ابادیو پر مټ اشغال شوي ،  چې که په وخت ورته پاملرنه ونه شي په نږدې یا لیرې راتلونکې کې خونړي ناورینونه زېږولای شي
په پای کې د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره خپله غمشریکي څرګندوم، الله تعالی دې شهیدانو ته لوړې درجې ، زخمیانو ته عاجله شفاء، متضررینو ته نعم البدل او هغه هېوادوال چې د دوی لاسنیوی کوي لوی اجرونه ورکړي،، آمین یا رب العالمین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button