مقالی اوتبصرې

الله (ج) بیوزلو سره مرسته کوونکو ته دنیوي او اخروي اجر او بدل ورکوي

هغه کسان، چې له بیوزلۍ او بیکاري څخه د خلکو د خلاصون په موخه، خپل مالونه د الله په لاره او د هغه د رضا د ترلاسه کولو په موخه صدقه کوي، لوی خدای جل جلاله هغوی ته، اووه سوه برابره لا تر هغه زیات دنیوي او اخروي اجر او بدل ورکوي. لکه څرنګه چې الله تعالی فرمايي: دالبقره سورت ، ۲۶۱ آیت
ژباړه: د هغو خلکو مثال، چې خپل مالونه د الله په لار کې لګوي، داسې دی، لکه یوه دانه چې اووه وږي راشنه کړي(بیا) پر هر وږي کې سل دانې او چاته چې الله غواړي( نور هم) زیاتوي او الله ښه پوه د پراخی څښتن دی. قرانکریم، په بل آیت کې، دغه الهي ستر بدل او اجرونو ته د رسیدو شرطونو ته اشاره کوي او فرمايي: دالبقره سورت ، ۲۶۷ آیت
ژباړه: اې مومنانو! له هغو پاکو مالونو لګښت وکړئ، چې تاسو ګټلي او له هغو چې موږ له ځمکې درته رایستلی دي او (یوازې) هغو ناپاکو ته یې قصد مه کوئ، چې تاسو یې لګوئ، خو په خپله یې اخیستونکي نه یاست، مګر دا چې هسې سترګې پکې پټې کړئ او پوه شئ، چې یقینآ الله ستایل شوی له هر شي بې پروا دي. او په بل ځای کې فرمايي: دالبقره سورت ، ۲۶۴ آیت
ژباړه: اې مومنانو! خپل خیراتونه مو په احسان بارولو او کړولو مه باطلوئ، لکه هغه کس، چې خپل مال خلکو ته د ځان ښودنې په خاطر لګوي، حال دا چې په الله او وروستی ورځ ایمان هم نه لري. نو مثال یې هغې تیږې ته ورته دی، چې څه خاوره ورباندې پرته وي، بیا یو سخت باران پرې وشي، چې پاکه ښویه یې پریږدي له خپلو لاسته راوړنو به په هیڅ شي نه قادریږي. او الله ظالم قوم ته هدایت نه کوي.
د مسلمان مسوولیت، یوازې د انسانانو په وړاندې د روغتیا او سلامتیا، امنیت او آرامتیا په برخه کې منحصر نه دی، بلکې څارویو ته هم شاملیږي. انسان باید پوه شي، چې د څارویو، نباتاتو، مرغیو او نورو نعمتونو په تړاو هم مسوولیت لري، چې الله تعالی د ځمکې پر مخ، دده تر واک او تصرف لاندې راوستي دي. د اسلام امر یوازې هغو څارویو ته د خواړه او اوبو برابرول نه دی، چې د انسان په واک کې دی، بلکې هغو ټولو څارویو او ژویو ته شاملیږي، چې ان په دښته او بیابانونو کې ژوند کې او د انسان تر واک لاندې نه دي. که انسان ددغو څارویو او ژویو په تړاو خپله دنده په سمه توګه سرته ونه رسوي ،د خدای په وړاندې مسوولیت لري او تر پوښتنې لاندې راځي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي:« یو سړی په دښته کې تګ کاوه او ډیر سخت تږی شوی و او له دې امله تر فشار لاندې و، یو څاه ته ښکته شو او ترې اوبه یې وڅښلې او بیرته ترې راووته، دغه مهال یې یوسپی ولید، چې له ډیرې تندې يې ژبه رایستلې ده او پر خاورو یې موښي، سړي له ځانه سره وویل: دغه سپی زما په څیر ډیر سخت تږی دی. نو څاه ته ښکته شو او خپل بوټونه یې له اوبوډک کړل او پر خپله خوله یې ټینګ ونیول او بیرته له څاه او سپي ته یې اوبه ورکړې، الله ددغه سړي ستاینه وکړه او ګناهونه یې وروبښل». صحابه وو ترې پوښتنه وکړه: اې د خدای رسوله، آیا موږ د ژویو په تړاو هم له ثواب او اجر څخه برخمن کیږو؟ پیغمبر وفرمایل:(فی کل کبد رطبه اجر)
ژباړه: په هر ژوندي کبد کې اجر شته. یعنې له هر ژوندي موجود سره په نیکې سره ، اجر او بدل شته.
دخوراکي توکو په مصرفولو کې ناوړه عادتونه او دودونه:
ناوړه دودونه او رواجونه، له زیاته ډکو ټولنیزو، اقتصادي او اخلاقي پدیدو څخه دي، چې دکورنۍ د جوړښت بنسټ کمزوری کوي او د ټولني اجزاء علیلوي او د اسلامي امت کیان زیانمنوي. دغه ناوړه پدیده، د ایمان د کمزورتیا له امله، په ناسالمه زړه کې ریښې کړي، له ناپوهۍ او ګمراهۍ څخه سرچینه اخلي او د هوا او هوس له پیروي څخه تغذیه کیږي. د اسلام سپیڅلی دین، لکه څرنګه چې د جاهلیت دورې له عقایدو، عادتونو او دودونو سره مبارزه کړې، له هغو ناوړه دودونو او عادتونو سره هم په ټولو حالتونو او په بېلابېلو دورو کې هم مقابله کړې، چې جاهلي سرچینه لري. اسلام خپلو پیروانو ته پنځلس پیړۍ مخکې خبرداری ورکړی، چې په خوراک او څښاک کې دې اسراف نه کوي، د اعتدال او منځلاریتوب لاره دې خپله کړي او په خوراک، څښاک، او اغوستلو او د ژوندانه نورو اړتیاوو کې، د ناوړه عادتونو له پیروي څخه دې ډډه وکړي. د خوراکي توکو په لګولوکې فخر فروشی، ځان ښودل او اسراف، ډير خوراک او نفس پرستۍ، د مسرفینو او نفساني غرایزو د پیروانو له ځانګړنو او له شیطاني غوښتنو څخه دي. دغه چارې، د انسان پر مخ، دشهوت او خود پرستۍ دروازې پرانیزي، زړه یې پر بیلابیلو افاتو او ناروغیو اخته کوي، او هغه د یو خدای له عبادت او د نفس، کورنۍ او ټولنې په وړاندې د خپل مسوولیت له ترسره کولو څخه منع کوي. قرآنکریم په دې اړه فرمايي: ( دتوبه سورت ۷۱ آیت)
ژباړه: مومنان او مومنانې یو د بل دوستان دي، دښیګڼې امر کوي له بدیو ایسارول کوي، لمونځونه ترسره کوي، زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت کوي. دا هغه کسان دي، چې الله به ورباندې رحم وکړي بې شکه الله ځیرک برلاسی دي. د نا اړینو او ناسالمو خوړو په برابرولو او خوړلو او د ګران بیو جامو په اغوستلو کې اسراف او د مال ضایع کول، هغه چاره ده، چې د سلیم فطرت خلاف او د کورنۍ او دټولنې د بیوزلو په حق له ناپوهي ډک تصرف او یو ظالمانه او د نه بښولو کار او د ځمکې پرمخ، د فتنې او فساد، ظلم او بې عدالتۍ دودول. دغه چاره، پر عام او خاصو د ناورین او الهي عذاب د نزول لامل ګرځي. الله جل جلاله فرمايي: دانتقال سورت ۲۵ آیت
اول له هغې فتنې څخه ځان وساتئ، چې په ځانګړې توګه به یوازې ستاسو هغو خلکو ته نه رسي، چې ګناه یې کړې وي، او پوه شئ، الله د سخت عذاب ورکوونکی دي. د اسلام له نظره، د خوراکي توکو او جامو په برخه کې د مال ضایع کول او بې ځایه مصرفول، د اسراف له ټولو بدو ډولونو څخه دي او په خپل مال کئ د شخص اسراف حرام دی؛ ځکه کورنۍ او ټولنه د مال له ضیاع څخه زیانمنه کیږي. له ابو عیسی مغیرة بن شعبة رضی الله عنه څخه روایت شوی دی، چې پیغمبر سلی الله علیه وسلم وفرمایل: متفق علیه ،خ ۱۴۷۷ مسلم ۱۷۱۵ ژباړه: الله تعالی، د مور ازارول، د واجباتو منع، د نورود مال غوښتنه او د نجونو ژوندي خښول، پر تاسې حرام کړي او د هرې خبرې چې اوریدل شوې وي، بیاویل او زیاته پوښتنه کول(د هغه څه په اړه، چې ګټه نه لري)، ستاسې له خوا په نامشروع چارو کې د مال ضایع کول او مصرفول، مکروه او ناوړه بللې ده. داسلامي فرهنګ او آداب، د فطرت درعایتولو، د انسان د جسمي او روحي جوړښت، ساده ګي او اساني او له تکلف او پیچلتیاوو څخه ډډه کولوپر بنسټ او له خود پرستۍ او اسراف پرته، شکل نیولی دی. ددغه ساده ګۍ او اعتدال خوښونې لازمه دا ده، چې د ژوندانه په بېلابېلو چارو کې دې اسانۍ ترسره شي او د لګښتونو کچه دې ټیټه شي او په هغو چارو کې، چې اقتصادي او اخلاقي وضعیت ته ګټه نه لري، د انرژۍ، وخت او مال د ضایع کیدو څخه، مخنیوی وشي. یو له هغو عمده مواردو څخه، چې کورنۍ د خوراکي توکو پر اسراف لاس پورې کوي، دواده، کوژدې، میلمستیاوو او ان د قرآن کریم د ختمونو محفلونه دي. په دغو محافلو کې، د منفي سیالي له مخې، د خوړوپه برابرولو کې دومره اسراف کوي، چې د چمتو شوي خواړه یوه پر څلورمه برخه، د میلمنو له خوا نه خوړل کیږي او پاتې ډوډۍ ټوله ضایع کیږي. نوایا په داسې یوه ټولنه کې، چې تر نیمايي زیات وګړي یې د بیوزلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي، دغه ډول اسراف اړین دی؟
په محفلونو کې د ډیر لګښت پایلې:
o د خوښۍ او غم په محفولونو کې د اسراف او تبذیر د پایلو په تړاو په لاندې برخه کې لنډ بحث کوو:
oاقتصادي ناورین، او د امیندوارۍ او شیدې ورکولو په دوره کې، بشپړې تغذيې اوروغتیايي خدمتونو ته د مور نه لاسرسی.
oپر خوارځواکي، جسمې، عقلي او روحي عقل پر کمزورتیا د ماشوم اخته کیدل.
oد ماشوم او تنکی ځوان ، جسمي او ذهني نیمګړې وده، د خپلو ماشومانو ښوونې او روزنې ته د مور او پلار نه رسیدنه.
oپه مناسب عمر کې له واده څخه د ځوانانو بې برخه کیدل.
oد خوانانو(هلک او نجلۍ) په ناهیلۍ اخته کیدل او ژر زړښت.
oترټولو مهم، په ذلت او خوارۍ او الهي عذاب، د مسرفینو او فخر فروشانو اخته کیدل دی.
هو! زموږ په هیواد کې په فردي او ټولنیز ژوندانه په چارو کې، ناوړه عادتونه او دودونه واکمن دی. په ځانګړې توګه، د تغذيې په مصرفولو کې، پر یوه کلتور بدل شوی دی. دغه کلتور، د ټولنې د بېلاېیلو قشرونو ترمنځ ورځ تر بلې په داسې بڼه دودیږي، چې خلک د ګران بیو خوراکي توکو په برابرولو او اخیستلو او مصرفولو کې، دخپلو مالونو په اسراف او تبذیر کې، سیالۍ او ویاړ کوي؛ په ځانګړي توګه، د خوښۍ او واده په مراسمو کې یو زیات شمیر خلک د ډوډۍ د خوړلو او د … د غوږ نیولو لپاره، لوکسو او مجللو هوټلونو ته راغواړي. میلمنو ته خواړو چمتو کولو لپاره زیاتې پیسې ځانګړې کوي او پرې ویاړي، د پیسو د کموالي په صورت کې، خپل باغ یا کور په ګرو ورکوي او یا یې خرڅوي یا داچئ له خپلو ملګرو څخه پیسې په پوراخلي، چې دغه ټولې چارې، د بیوزلۍ، اقتصادي ستونزو او د وږیتوب په دوام کې، مهم رول لري او کچه یې زیاتوي. نو پرموږ لا زمه ده، چې په ټولو چارو کې، په ځانګړې ټوګه د نااړینو خوړو د چمتو کولو په برخه کې له اسراف څخه په جدي توګه ډډه وکړو او په بدل کې يې، هغه پيسې، چې د خوړو د مصرفولو او نورې بدعدتي چارو کې لګوو، د بیوزلو د مړولو او یا د خپل ځان او اولادونو د راتلونکي ژوندانه د جوړولو په برخه کې یې ولګوو دا ډیره غوره دي.
ماخذونه اوسرچینې:
(دخوړو امنیت اوتغذیه د اسلام دسپیڅلي دین په رڼاکې) کتاب – کابل ۱۳۹۷ کال منی.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *