افغانستان

الله ګل مجاهد د تېرو جرمونو په تور نه دی نیول شوی

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د الله ګل مجاهد نېونې ته په وضاحت لیکلي، د قاري سعیدالله د قتل په دوسیه کې د مجاهد ښکیلتیا نوې مسله ده او د هغه له پخوانیو کړو وړو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري. د افغان شخصیتونو سره د اړیکو نیولو کمېسیون، د الله ګل مجاهد توقیف ته په نغوتې لیکلي، د قاري سعید قاتلینو محکمه کې ادعا کړې، چې قتل یې د الله ګل مجاهد په غوښتنه او د هغه د ورکړل شویو پیسو په بدل کې کړی دی.

کميسیون په عین حال کې ډاډ ورکړی، چې دا قضیه به د اسلامي امارت په محکمو کې په عادلانه ډول و څېړل شي.

کمېسیون په عین حال کې راستنېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امیرالمومنین د بښنې فرمان په خپل ځای دی، او په بشپړ ډول عملي کيږي.

باید یاده دې شي چې  الله ګل مجاهد یو له پخوانیو زورواکو او غاصبینو دی، چې تېر کې یې ګڼې دولتي ځمکې لاندې کړي او ولسي خلک یې وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button