نړۍ

امارات ۹۰ بوینګ الوتکي پیري

د اماراتو هوایي شرکت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۲) اعلان وکړ چې د بوینګ الوتکو جوړولو امریکا میشتي شرکت څخه د ۵۲ میلیارد ډالرو په ارزښت الوتکې پیري.د پنځه دیرشو ۷۷۷-۸ ډوله او پنځه پنځوسو ۷۷۷-۹ ډوله مسافر وړونکو الوتکو پیرلو دا تړون په دوبۍ کې د روان هوايي نندارتون ترټولو لوی تړون بلل شوی دی.د اماراتو هوايي شرکت اجرائیه رئیس شیخ احمد بن سعید المکتوم یو خبري کنفرانس ته وویل، «دا پېرودنه د پام وړ پانګونې استازیتوب کوي چې د هوايي چلند راتلونکي ته د دوبۍ ژمنتیا څرګندوي.»ټاکل شوې د بوینګ شرکت به دا ۹۰ الوتکې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اماراتو شرکت ته وسپاري.ددغه نندارتون په ترڅ کې د «فلای دوبۍ» شرکت هم له بوینګ څخه د دیرشو ۷۸۷-۹ ډوله الوتکو د پیرلو تړون اعلان کړ.

له دغو تړونونو سره د هغو الوتکو شمېر ۲۹۵ ته رسیدلی چې امارات یې د پېرلو تکل لري. په دې کې ۲۰۵ د بوینګ ۷۷۷ ډوله الوتکې شاملې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *