دینې لیکنې

امام ابو حنیفه او خوارج

خوارجو چې کله کوفه ونیوله، امام صيب یې ونیو او ورته یې وویل: ای شیخه له کفر څخه دې توبه وکاږه!

امام صیب وویل: له هر ډول کفر څخه مې دې توبه یي.

خوارجو خوشی کړ، بل خارجي وویل: د ده دا مقصد دی،چې له هغه کفره چې تاسې یې کفر ګڼئ توبه ده، بیا یې امام صیب ته وویل:

ای شیخه په رښتیا دې له کفره توبه ویسته او که مراد دې هغه کفر و ؛ چې موږ یې کفر ګڼو؟

امام صیب وویل: دا خبره د یقین و علم پر بنسټ کوئ، که د ګومان له مخې؟

خارجي وویل: د ګومان له مخې کوم.

امام صیب وویل: خدای وایي: له ګومانونو ډډه وکړئ، بیشکه ځینې ګومانونه ګناه وي.

دا ستا یوه ګناه وه ؛چې ودې کړه، او د تاسې په اند سړی په ګناه کافر کېږي، نو  ته دې هم له کفره توبه وکاږه.

خارجي وویل: رښتیا دې وویل ای شیخه! زه مې له کفره توبه کوم.

څه وخت وروسته یې بیا امام صیب د مناظرې لپاره ور وغوښت

خوارج پوهېدل چې امام صیب اهل قبله/ مرتکب د کبيرې کافر نه ګڼي؛  نو امام صيب ته یې وویل: یوه مسئله در څخه پوښتو؛ هغه دا چې، دوه مړي دي، یو د یوه شرابي چې دومره شراب یې څښلې چې خېټه یې څیرې او بیا مړ شوی او بل یې د یوې مېرمنې دی؛ چې له زنا حامله او ځان وژنه یې کړې.

ستا په اند دا دواړه مسلمانان دي که کافر؟

امام صیب ورته وویل: دا مړي د کوم دین منوونکي وو؟

د عیسویت؟

خارجي: نه!

ـ د یهودیت منونکي وو؟

– نه!

– مجوسیان وو؟

-نه!

-نو د کوم دین منونکی دي؟

خارجي وویل: د هغه دین چې د الله ﷻ په وحدانیت او د رسول الله ﷺ  په پیغمبرۍ ګواهي ورکوي(د اسلام).

امام صیب وویل: د غه ګواهي یې د ایمان څویمه برخه ده؟ دریمه؟ څلورمه؟ پنځمه؟…

خارجي: نه! ایمان برخې نه لري، یو ایمان دی.

امام صیب: نو دغه ګواهي یې د ایمان څویمه برخه ده؟

خارجي: دا پوره ایمان دی

امام صیب وویل: تاسې له ماڅخه د داسې کسانو په اړه؛ چې ستاسې په اند، د پوره ایمان څښتنان دي، څه پوښتنه کوئ؟!

خارجي:  له دې پوښتنې به تېر شو.

بله پوښتنه: دا دواړه دوزخیان دي که جنتیان؟

امام صیب: تاسې زما پوښتنې ته ځواب او نه وایه،خو ځه… د دوی په اړه زه هغه څه وایم چې ابراهیم (علیه السلام) د خپل هغه قوم؛ چې ګناه یې د دغو دواړو له ګناه غټه وه، ویلي وو: فمن تبعني فانه مني و من عصانی فانک غفور الرحیم. او هغه څه وایم چې؛ عیسی (علیه السلام)د خپل قوم په باره کې؛ چې ګناه یې د دوی له ګناه ستره وه ویلي وو: ان تعذبهم فانهم عبادک وان تغفر لهم فانک غفور الرحیم.

ژباړه: یا الله! که ته دوی ته عذاب ورکوې، نو دوی ستا بندګان دي او که بښنه ورته کوې، یقیناً ته بښوونکی او مهربان یې

زه د دوی په اړه هغه څه وایم ؛چې نوح (علیه السلام) او محمد ﷺ  ویلي وو: وما علمي بما کانوا یعملون ان حسابهم الا علی ربی لو تشعرون. د دې خبرو له اورېدو وروسته خوارجو وویل: موږ له خپلې عقیدې او دین براات اعلانوو او پر هغه دین او عقیده یو ؛چې تاسې پرې یاست، یقیناً خدای تاسې ته ډېر فضل علم حکمت او پوه ورکړې، او بیا ټولو له خپلې عقیدې توبه ګار او سم مسلمانان شول.

فضائل ومناقب امام ابو حنیفه ۱۰۸ ــ ۱۵۱.

ژباړه: امان الدین قاسمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button