دینې لیکنېلیکنې

امانت او امانت ساتنه

امانت او امانت ساتنه د اسلام د سپیڅلي دین له لوړو ارزښتنو څخه ګڼل کیږي دا مبارک او انسان جوړونکی دین همیشه دخپلو پیروانو د کړو وړو څارونکی دی او له دوی څخه غواړي چې با احساسه زړه او ضمیر ولري او په هغه سره د الله او بندګانو حقوق کماحقه وساتي او خپل عملونه د تیري اوغفلت نه و ژغوري. په باوري توګه رښتیا او رښتیا ویل د امانت ساتنې بشپړوونکی دي. امانت ساتنه د ایمان لرونکو خلکو ځانګړتیا او عکس یې خیانت دی چې د منافقانو ځانګړتیا ده.

په اوسنۍ نړۍ کې ډیری له خلکو امانت ساتنې ته یوازې له ډیرې تنګې او شمیرل شوې زاویې څخه ګوري او هغه د څو مطلوبو څیزونو په ساتنې سره چې چاته سپارل کیږي تفسیریږي، چې که چیرې هغه په بشپړه توګه په خپله موقع دهغه خاوند ته په اختیار کې ورکړي، نو دا انسان امانت ساتونکی والا دی او که په هغه څیز یې مزې چړچې وکړې نو امانت ساتونکی نه دی، بلکې خاین ګڼل کیږي. که څه هم دغه کار د امانت ساتنې یوه برخه ده، خو دا اصطلاح په اسلامي فرهنګ کې ډیر پراخه مفهوم لري او په مادي امانتونو لکه پیسې او شتمني، ځمکه، آبادي، کور او کتابونه او … نه بلکې له دې څیزونو ډیر لوی دی، نو باید امانت امین والی، رښتیا او صحیح کار کول، د خیانت ضد دی او همدارنګه مال یا یو شی چې چاته وسپاري باید له هغه څخه ساتنه وشي.

امانت دار: څوک چې د بل مال امانت وساتي. امانتداري : د امانت ساتونکي کار اوکسب رښتیا او صحیح کارکول او هغه څه چې د امانت په توګه یې چاته وسپاري.

امانت د اخلاص او رښتینولي او امین والی، یعنې د عدالت غوښتنې ترسره کول دهغه په معینو وختونوکې . او دا دالله له صفتونو څخه یو صفت دی.

امانت: د مفسرینو په اصطلاح کې هغه تکالیف او کړاوونه دي چې الله تعالی پرخلکو تعیین کړي. د عبادتونو او پیرویو څخه اما د متصوفینو په اصطلاح کې یو استعداد دی چې الله تعالی د ښیګڼې، علم او عشق لپاره د انسان په زړه کې امانت ایښی دی.

امانتداري: امین او محکم او ثابت څوک چې امانت وساتي. څوک چې د امانت صفت لرونکی وي نو هرڅه چې هغه ته وسپاري پرته له کموالي او نقصانه یې بیرته ورکړي. کومه د سر خبره چې هغه ته ووایي، د هغه پاش کول یې په هیڅ ځای او هیڅ وخت کې روا ونه ګڼي او روا یې ونه بولي.

د امانت پراخه مفهوم : لکه څنګه چې وویل شول امانت د اسلام د شارع له نظره پراخه مفهوم لري او مختلفو معناوو ته اشاره شوې ده، چې د هغو ټولو معیار په هر کار کې د مسوولیت احساس دی چې دده په اوږه ایښودل کیږي او په هره دنده کې چې ده ته سپارل کیږي باید په غوڅه توګه باوري وي چې دهغې په هکله د الله په وړاندې د غوښتنې مورد ګرځي.

نو بناپردې امانت ساتنه د ټولو مسئولیتونو اداء او اخلاقي او ټولنیزو ژمنو او تړونونو ته شاملیږي. دبیلګې په توګه عقل یو الهي امانت دی چې انسان ته سپارل شوی دی، که چیرې انسان د عقل په غوښتنه عمل وکړي او هغه په پوهه او علم سنګار کړي او ترتیب ورکړي په دې هکله یو ښه امانت ساتونکی ګڼل کیږي.

مادي او معنوي نعمتونه لکه دین، قرآن او ددین احکام، الهي فرضونه او واجبات، اوبه، خاوره، څوکۍ او دبدبه، عمومي مالونه او بیت المال، همدارنګه د ښوونکو په وړاندې زده کوونکي. مور او پلار په وړاندې اولادونه انسانی غړي او جوارح او پانګې لکه عمر او ځواني د امانت له مصداقونو څخه دي، آن تردې موږ خپله د خپلې ټولنې لپاره امانت یو او هر ډول خیانت د هر امانت په هکله ځان ته خیانت ګڼل کیږي. قرآن کریم ښوونه کوي:(د النساء سورت: ۱۰۷ آیت )

ژباړه: کوم کسان چې له خپل ځان سره خیانت کوي ته دهغو ملاتړ مه کوه.

میرمن او اولادونه، پلار او مور او ټول هغه کسان چې د وګړیو سره د خپلوۍ اړیکي لري، دهغوی نیکمرغه ملاتړ د نصیحت له لارې لازم دی، لکه څنګه چې د هغوی حقوق مراعات کړي او د دوی په هکله هیڅ ډول پند او نصیحت ونه سپموي او د دوی د ښیګڼې او نیکمرغي لپاره زمینه برابره کړي او هغوی د بدي څخه و ژغوري نو دامانت په مسئولیت یې په ښه توګه عمل کړی دی. الله تعالی فرمایي:

( د التحریم سورت: ۶ آیت )

ژباړه: ای مؤمنانو! خپل ځانونه او خپل اولادونه او کورنۍ له هغه اورنه وژغورئ.

د امانت ډولونه:

دین امانت دی، علم اوپوهه الهي امانت، دځوانۍ پانګه، الهي امانت، غړي او اندامونه الهي امانت، د مامور وخت امانت دی، څوکۍ او رتبه الهي امانت دی، د مجلسونو د اسرارو په حفاظت کي امانت ساتنه، په تجارت کې رښتیاویل امانت دی، د کتاب ورکړه د امانت په توګه …

هیره دې نه وي چې د امانت په هکله پورته لیکل شوي ډولونه، هریو یې په بشپړه توګه د جلا جلا تشریحاتو لرونکي دي.

د امانت ارزښت د روایتونو له مخې: د حضرت علي او عبدالله بن مسعود رض الله عنهما څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( العدة دین )

( المعجم الاوسط للطبراني، حدیث ۳۵۱۳- ۳۵۱۴ – جامع الاحادیث، حدیث: ۱۴۴۶۸، مسند الشهاب، حدیث: ۷ )

یعنې وعده یوډول قرض(پور) دی. بنا پردې کله چې چاته څه وعده او ژمنه ورکړی شوه نو په وعده کوونکي لازم دي چې هغه پرځان د قرض په څیر و ګڼي او دهغه د اداء په هکله زیار وباسي. اما که چیرې دبدکار وعده ورکړی شوه د هغه پوره کول لازم نه دي، بلکې د هغې وعدې په خلاف عمل کول لازمیږي او په داسې ډول وعده خلافي کې ګناه نشته بلکې له شریعت څخه د ثواب او پیروي لامل کیږي.

د انس رضي الله عنه روایت دی چې ویې ویل: هرکله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ څه خبرې کولې نو همیشه به یې فرمایل:

( لا ایمان لمن لا آمانة له ولادین لمن لا عهده له ) ( مسند الامام احدم، حدیث: ۱۲۵۶۷)

ژباړه: څوک چې امانت ساتونکی نه وي ایمان نه لري او د چا چې ژمنه رښتینې نه وي هغه دین نه لري.

نتیجه:

1. د امانت ساتنې سره لازم دادي چې: هرډول حق د حق خاوند ته ور وګرځول شي او له خپل حق نه پرته بل څه له نوروڅخه وانخستل شي.

2. د نه امانت ساتنې په صورت کې د قرآن او سنت صحیح فهم او پوهه نه حاصلیږي، هرکله چې زړه مړ شي امانت ورڅخه ایستل کیږي او دغه انسان ته د آیتونو لوستل او دهغو څیړنه کومه ګټه نشي رسولی او نه هغه د احتیاج نه ژغوري.

ماخذونه اوسرچینې:

د جمعې خطبې کتاب لومړی ټوک – کابل ۱۳۹۸ هجري لمریز کال.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *