مقالی اوتبصرې

امريکا په سيمه کې پاکستان د خپلو موخو لپاره کاروي!

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني ويلي،چې د يو سوکاله،سوله ييز او باثباته افغانستان لپاره له نړيوالې ټولنې او يوناما سره د پاکستان د همکاريو پر دوام ټينګار کړی او د افغانستان د ثبات لپاره به له نړۍ په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سازمان سره همکارۍ ته دوام ورکوي، په داسې حال کې،چې افغانستان کې سرتاسري امنيت راغلی او اسلامي امارت ګاونډيو، سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له مقابلو هېوادونو څخه هم همدا تمه لري، ترڅو د باور فضا رامنځته شي او له افغانستان سره تعامل لا پياوړی کړي، ځکه اسلامي امارت په افغانستان کې بشپړ امنيت راوستی او هېڅ ډلې ټپلې ته د دې اجازه نه ورکوي، چې افغان خاوره د نورو پرضد وکاروي او يا د سيمې او نړۍ هېوادونو ته خطر پېښ شي.
داچې افغان حکومت د ګاونډيو،سيمې او نړۍ سره ښې اړيکې غواړي او د افغانستان په ثبات کې د ګاونډيو په ځانګړي ډول د نړيوالې ټولنې رول مهم بولي، نو بيا ولې پاکستان د افغانستان په اړه خپل سياست ته بدلون نه ورکوي؟ دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان تل د خپلې ګټې وټې لپاره نه له افغانستان او نه هم له نړۍ سره په خپلو ژمنو وفادار پاتې شوی او خپلې ژمنې يې تل تر پښو لاندې کړې، نو له همدې امله پاکستان په کور د ننه او نړيواله کچه باور له لاسه ورکړی او اوس يې هېڅ خبره د منلو وړ هم نه شي بلل کېدای.
اسلام آباد په داسې حال کې د سوکاله، سوله ييز او باثباته افغانستان خبره کوي، چې په اوسنيو شرايطو کې د پاکستان امنيتي، سياسي او اقتصادي وضيعت ناسم دی او د خپلو ګټو لپاره به له هر ډول معاملې پرشا نه شي، نو له همدې امله د امريکا غېږې ته ځان نږدې کوي او په دې وروستيو کې يې د امريکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د افغانستان په تړاو خبرې هم کړیدي.
توماست وېسټ له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې په صراحت سره وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې موږ له پاکستان سره ولاړ يو، د وېسټ له خبرو او ناڅاپي سفر څخه داسې مالومېږي، چې پاکستان د تېر په شان يو ځل بيا د افغانستان د بې ثباتۍ او لپاره سناريو مخ ته وړي او غواړي له دې لارې خپلو شومو موخو ته ځانونو ورسوي او يو ځل بيا پر افغانانو ترهګري او نا امني ور وتپي، په داسې حال کې چې ټوله نړۍ په دې ښه پوهېږي،د ترهګرۍ ځاله خپله پاکستان دی او تل يې د نورو هېوادونو د سياسي موخو لپاره له ترهګرو څخه ګټه اخلي، خپله پاکستان په سيمه او نړۍ کې د ترهګرۍ ستر روزونکی او پالونکی هېواد دی،خو نړۍ پرې سترګې پټې کړي دي.
بې له شکه اوس ټولوته مالومه ده، چې غوا توره او شيدې سپينې!!! موږ په تېرو څه د پاسه څلوېښتو کلونو کې وليدل، چې پاکستان تل افغانستان ته ستونزې جوړوي او وخت ته په کتو د هرې شومې لوبې په لټه کې دی، ځکه پاکستاني چارواکي تل په سيمه کې د نويو پلمو او سياسي مسايلو لپاره له امريکا هدايت اخلي او تل يې هڅه کړې، چې د ترهګرۍ په برخه کې پرخپلو ملامتيو پرده واچوي او د ځان سپيناوي لپاره نوې لارې چارې ولټوي.
کله چې په ۱۹۴۷ کال مصنوعي پاکستان جوړ شو، نو په امريکا کې د يوه پخواني پاکستاني سفير حسين حقاني په خبره څلور کلونه د دوی او واشنګټن ترمنځ اړيکې سړې وې او يوازې په کراچۍ ښار کې امريکا يوه قونسلګري درلوده. په ۱۹۵۱ کال کې پاکستانيانو له واشنګټن سره د اړيکو د تودولو هڅې ګړندۍ کړې او لومړنۍ لومړی وزير لياقت علي خان يې واشنګټن ته په سفر ولاړ او د وخت امريکايي ولسمشر ټرومن ته يې په پاکستان کې د امريکا د استخباراتي ادارې CIA د دفتر جوړولو وړانديز وکړ.
تر ۱۹۵۴ کاله پورې ګڼو پاکستاني وزيرانو د امريکا د پام جلبولو لپاره هلې ځلې وکړې. امريکايانو چې له شوروي سره د سړې جګړې په تاوده اړخ کې ښکېل وو، دا ښه چانس وباله، په ايران کې له رضا شاه سره د مخ په خرابېدونکو اړيکو په څنډه کې له دې فرصته يې ګټه واخيسته او پاکستان سره يې له نژدې همکاري پيل کړه.د پاکستان او امريکا ترمنځ د همکارۍ لومړی تړون په ۱۹۵۳ کې لاسليک شو، چې د نظامي همکاريو تر سره کول وو. يوکال وروسته د دوه اړخيزو دفاعي همکاريو بل تړون وشو،چې پاکستان يې پر بنسټ د سيټو او سنټو تړون ته ور داخل شو.
له همدې سره سم د امريکايي پوځي سلاکارانو لومړۍ ډله راولپنډۍ ته د روزنې لپاره ورسېده او نظامي اډه يې ترلاسه کړه. په ۱۹۵۶ کې د امريکا د هغه مهال ولسمشر «ايزنهاور» له پاکستانه د پېښور په هوايي ډګر کې د اډې ورکولو غوښتنه وکړه، چې د شوروي پرضد د بالستيک توغنديو سيستم په کې ولګوي . پاکستان د دغې اډې د ورکولو ډاډ ورکړ. د شوروي ضد کمپاين په لړ کې د پاکستان لومړي وزير ايوب خان CIA ته په هغه هېواد کې د پراخ فعاليت اجازه ورکړه، چې د واشنګټن لخوا پاکستان ته د مرستو کچه هم ۵۰۰ ميليون ډالرو ته ورسېده.
د امريکا او پاکستان ترمنځ د کلتوري او ټولنيزو اړيکو له برکته د نژدې ټولو پاکستاني سياستوالو او نظامي مشرانو کورنۍ په امريکا کې دي، بچيان يې هلته لوړې زده کړې کوي او ان د روغتيايي ازموينو لپاره دوی له خپلو کورنيو سره امريکا ته سفرونه کوي. د شمېرو پراساس د امريکا په پوهنتونونو کې په تېرو ۷۰ کلونو کې سلګونه زره پاکستانيانو لوړې زده کړې کړي، هرکال څو زره نوي پاکستاني ځوانانو ته د امريکا په ملکي او نظامي پوهنتونونو کې داخلې ورکول کېږي او زرګونه نوريې هرکال په امريکا کې د پاتې کېدو او دندې فرصتونه ترلاسه کوي، لنډه داچې پاکستان د امريکا ستراتېژيک ملګری دی او د امريکا بهرنی سياست يې د سويلي اسيا په څپرکي کې مهم ځای لري، له همدې امله پاکستان هېڅ کله هم نه غواړي افغانستان کې يو قوي او باثباته حکومت جوړ شي، هر څومره قوي او باثباته حکومتونه چې په افغانستان کې جوړ شي، پاکستان به يې پر وړاندې هلې ځلې کوي،چې دا حکومت ضعيفه، ناتوانه او بالاخره يې له منځه يوسي، دا ځل هم زه فکر کوم د پاکستان لوی درستيز امريکا ته له ځانه سره نوې نقشې وړې دي، ترڅو امريکا ته قناعت ورکړي،چې د افغانستان اوسنی حکومت نړۍ يا ګاونډيانو ته د منلو وړ نه دی او يا سيمې او نړۍ ته يو ګواښ دی؛ نو زما په نظر د سيمې او نړۍ د ثبات لپاره تر ټولو مهمه لاره داده، چې د پاکستان په ګډون ګاونډي هېوادونه بايد د افغانستان په اړه خپلو سياستونو ته تغيير راولي او اسلامي هېوادونه هم بايد د افغانستان د مسايلو حل لپاره اقدام وکړي، څو موږ د هغه ثبات خوا ته لاړ شو، چې په افغانستان کې د بيا ځل لپاره بې ثباتې رامنځته نه شي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *