نړۍ

امریکایي سناتور اسرائیلو سره د میلیاردونو ډالرو د مرستې په اړه مخالفت ښودلی

د امریکا د سنا مجلس جمهوریت غوښتونکي غړي برني سنډرز د دوشنبې په ورځ په دغه مجلس کې د وینا پر مهال د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن له هغه وړاندیز سره مخالفت ښودلی، چې له مخې یې واشنګټن به اسرایلو ته ۱۰،۱ میلیارده ډالر مرسته کوي.
نوموړي ویلي، چې اسرایلو کې د بنیامین نتانیاهو له حکومت سره دغه مرسته کول، چې غزه کې د نوموړي د پوځي عملیاتو د دوام سبب ګرځي، یو غیرې مسولانه عمل دی او نه باید وشي.
سندرز دغه راز غزه کې د نتانیاهو اوسنی دریځ او عمل غیرې اخلاقي او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللی او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا متحده ایالات باید په دغه جرم کې شریک نه شي. د یادونې وړ ده، چې امریکا د اسرایلو له اصلي ملاتړو څخه ده او د روانې جګړې په درشل کې د ولسمشر بایډن په ګډون د دغه هېواد لوړ رتبه چارواکو د خپل ملاتړ د څرکندولو په هدف سیمې ته سفرونه کړي او دغه راز پوځي مرستې یې هم ور رسولې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *