نړۍ

امریکا او اوکراین لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي  د G7 سرمشریزې په څنډه کې  اوږدمهاله دفاعي او امنیتي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د ویلو ده چې په دې هوکړه‌لیک کې د اوکراين د دفاع لپاره د امريکايي ځواکونو د کارولو کومه ژمنه شامله نه ده، خو په دې پلان کې د امریکا او متحدینو له خوا د اوکراین دفاع او همکاري شامله ده.

دا هوکړه‌لیک به دوه اړخیزو تړونونو ته ورته وي چې اوکراین لا دمخه له لسو نورو هیوادونو سره لاسلیک کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button