
نړۍ
امریکا او کاناډا د توپان له امله بېړنی حالت اعلان کړ
سمندري توپان لي (Lee) د متحده ایالاتو شمال ختیځ ساحل ته نږدې شوی او اټکل کېږي، چې د روانې اوونۍ په وروستیو ورځو
کې به دا توپان له قوي بادونو سره د امریکا مین ایالت او د کاناډا نواسکوشیا ایالت ته ورسېږي.د اتلانتیک ساحلونو کې میلیونونو اوسېدونکو ته د بیړني حالت خبرداری ورکړلی شوی.د لي توپان کچه د جمعې ورځې تر سهاره د ۱-۴ درجو ترمنځ وو او د لومړۍ درجې توپان یا کمزوري توپان په توګه پېژندل شوی.یاد توپان له ځمکې ۵۰۰ کیلومتره لېرې دی. هواپيژندونکي هیله لري، چې نور به هم کمزوری شي ځکه د دوی په خبره سړو اوبو ته رسېږي.سیمه ییزو چارواکو د یادو سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د لي توپان ویجاړونکي ځواک ته دې په کمه سترګه نه ګوري.