
امریکا د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي
افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت وروستي اقدام ته د غبرګونونو په دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پاکستان کې میشت کډوال دې نه ایستل کېږي.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مټیو مېلر په یوه خبري غونډه کې ویلي چې واشنګټن د افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي.د مېلر په وینا، ټولو هغو افغان کډوالو ته باید غېږه خلاصه شي چې د خوندي استوګنې په لټه کې دي.داسې مهال له پاکستانه د کډوالو پر ایستلو د نړېوالو اندېښنې راپورته کېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه دې ټول «غیرقانوني» کډوال له پاکستانه ووځي.یاد وزارت خبرداری ورکړی و چې تر ټاکلې نېټې وروسته به دوی له خپلې خاورې ټول «غیرقانوني» کډوال په زور وباسي.که څه هم د کډوالو پر وړاندې د پاکستان دې پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي، خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د کډوالو پر وړاندې دا پرېکړه پر خپل ځای ده او هېڅ جوړجاړی پکې نشي کېدای.
د ویلو ده چې پر پاکستان سربېره د ایران د کورنیو چارو وزارت هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی او د دوی په وینا چې یاد هېواد یوازې «قانوني» کډوال تنظیم کولای شي.