نړۍ

امریکا: د حماس او اسرائیلو ترمنځ کومه هوکړه ترلاسه شوې نه‌ده

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ادرین واتسون د واشنګتن پوست ورځپاڼې د راپور په غبرګون کې ویلي، تر اوسه د پېنځه ورځني اوربند په بدل کې د حماس له لوري د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو کومه هوکړه نه‌ده شوې. ‏هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: «مونږ تر اوسه هوکړې ته رسېدلي نه‌یوو؛ خو هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې روانې دي.»‏واشنګتن پوست له دې مخکې د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی و چې اسرائیل، امریکا او حماس د پېنځه ورځني اوربند په بدل کې د لسګونه یرغمل شویو بندیانو د خوشې کولو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button