نړۍ

امریکا کې توپان د میلیونو تنو برېښنا پرې کړې

د امریکا د تګزاس ایالت په سویل‌ختیځ کې د بېرل په نوم سخت توپان د برېښنا د لېږد چارې زیانمنې کړي، چې له امله یې د نږدې ۳ میلیونه کسانو برېښنا پرې شوې او سلګونه الوتنې هم لغوه شوې دي. د دغه توپان له امله تراوسه ۴ تنه وژل شوي او د امریکایي چارواکو له لوري د توپان د نورو سختو څپو او تیزو ورښتونو خبرداری ورکړل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button