نړۍ

امریکا کې د ډزو له امله څلور تنه وژل شوي

د امریکا د فلوریډا ایالت جکسنویل ښار یوې سیمې کې چې ډېری اوسېدونکي یې تور پوستي امریکایان دي، یو سپین پوستي امریکایي په یوې مغازې کې په خلکو ډزې کړي او درې تنه یې وژلي دي. په سیمه کې پولیسو ویلي چې د برید انګېزه نژادي ده او برید کوونکي خپل ځان هم وژلی دی. د سیمې د پولیسو مشر د پېښې څخه وروسته په خبري کنفرانس کې ویلي چې بریدګر د تور پوستانو څخه کرکه درلوده او زیاته کړې یې ده چې هېڅ داسې شواهد نشته چې ګواکې دې برید کوونکي د کومې ډلې سره تړاو درلود. د پولیسو دې مشر ویلي برید کوونکی چې عمر یې د شلو کلونو په شاوخوا کې و په دې برید کې د نیمه اتوماتیک ټوپک او ګلاک تومانچې څخه کار اخیستی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *