
امریکا کې سیاسي ګډوډۍ؛ د کانګریس مشر له دندې لرې شو
وروسته ترهغې چې د تېرې شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د کانګریس یوې ډلې د دغه هېواد د فدرالي ادارو د سیستم او خدماتو د روان ساتلو لپاره لنډ مهالې بودجه تصویب کړه؛ جمهوریت غوښتونکي یې په غوصه کړل او په ځایي وخت پرون سه شنبه یې د کانګرېس د جمهوریت غوښتونکي مشر کوین مک کارتي ته د عدم اعتماد رایه ورکړه او له دندې یې لرې کړ.
مک کارتي ته د عدم اعتماد رایه ورکوونکو ویلي، چې نوموړي د کانګریس له دیموکراتانو سره د یادې بودجې د تصویب په برخه کې جوړجاړی کړی.
ورته وخت کې له نورو لارو اوکراین سره د مرستو برابرولو هم د کانګریس ځینې غړي په غوصه کړي دي.
خو د کانګریس لرې کړی شوي مشر ویلي، چې د فدرالي ادارو د سیستم روان ساتلو او اوکراین ته د مرستو د برابرولو په برخه کې هېڅ ډول معامله نه ده شوې.
که څه هم د امریکا په تصویب شوې لنډمهاله بودجه کې اوکراین سره پوځي مرستې نه دي شاملې، خو تېره ورځ پولیتیکو ورځپاڼې د یو امریکایي لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي و، سپینه ماڼۍ غواړي له شته ستونزو سره سره کیف ته مرستې برابرې کړي.
د مک کارتي تر لرې کېدو وروسته یو بل جمهوریت غوښتونکي پاتریک مک هنري د موقت مشر په توګه ټاکل شوی او سپینې ماڼې تمه ښودلې، چې کانګریس به د نوي مشر د ټاکلو لپاره ژر ګام پورته کړي.
ځینو امریکایې رسنیو بیا د معتبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې کانګریس ممکن د راتلونکې اونۍ د سه شنبې او یا هم چهارشنبې په ورځو کې د نوي مشر د ټاکلو لپاره رایه اچونه وکړي.