
امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د اسلامي نظام د ملا تير
اسلامي نظام له امربالمعروف وزارت پرته نيمګړی او له خنډونو سره به مخ وي. دا هغه وزارت دی د الله پاک دين ته د خلکو ارشاد او دعوت خپل مسووليت ګڼي. مسلمان ته لازمه ده، چې د کفارو هغه غوښتنې او فرمايشات و نه مني چې د نړۍ په نورو برخو کې يې مسلمانان له کلونو راهيسې زغمي.
د دې وزارت کارکوونکي ښايي له خلکو سره په چلند کې له جديته کار واخلي، خو په ټوله کې يې د کوډګرو او فحشا په ګډون د يو لړ مهمو ټولنيزو مسايلو کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړی او دغه راز په ملکي او نظامي برخه کې يې د زيانمو شويو هېوادالو غږ اورېدلی او له حقونو يې دفاع کړې ده. دغه وزارت له جديت سره – سره ګڼو مسايلو کې پر مخ ښه روان ده او مثبت اړخونه يې ډېر دي. له خلکو سره چلند کې نوره نرمي هم ورته په کار ده. د اسلام دعوت، نبوي هنر او سنت طريقه ده. د نبي اخر زمان په لاره تلونکي ماهر مبلغین خلک دین ته دعوت کوي او د ناپوهو انسانانو د ناسم دعوت له امله بيا د خلکو او دين ترمنځ واټن ډېريږي.
دین مشترک او ساتل یې د ټولو ګډ مسووليت دی. د امر بالمعروف کارمندانو/ داعیانو ته مو له خپلو هېوادوالو سره د نرمۍ او ښه چلند توصيه ولیکله، خو خپلو هیوادوالو/ مجاهدینو باندې هم غږ ضروري ده، چې د امربالمعروف کارکوونکي او مجاهدين ستاسو د سنګر او داعیې ملګري دي. ستاسو بچیان، د مدرسو او حجرو طالبان دي. د الله تعالی امر او د دين لارې ته مو را بولي. د دین زدکړې ته مو هڅوي.
نو تاسو ته هم لازمه ده، چې نرم چلند او همکاري ورسره وکړئ.
په تول غرب کې څوک بد فعله انسان ته نشي ویلی چې ولې بد، فعل کوې. په دې هم بايد پوی شو چې د بدیو مخ نیوونکي، زموږ دښمنان نه بلکې دوستان دي او دا هرڅه زموږ د دنيا او آخرت د ښه والي په موخه ترسره کوي.
دې پېړۍ کې د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې خپل مسير د دين لوري ته سم کړي، ځکه چې د خدای تعالی د احکامو منل د دنيا او آخرت کاميابي ده.
په مخدره توکو روږدو کسانو لپاره اوبه او پاکي مرګ وي، همداراز د سېکولرانو لپاره بيا امربالمعروف مرګ دی. دا ډول انسانان له دین څخه په منډو وي. ټول تمايل يې د ناسمې آزادي او منکراتو په لوري وي. که خدای مکړه، د سنګر مجاهد د امر بالمعروف وزارت په کارکوونکو او کړنو نيوکه او بې ځايه تنقيد کوي دا نو د افسوس او خپګان خبره ده.
ډاکټر طاهر ماهر