افغانستان

امنیتي او تصـفـیـوي کمېـسـیون خپـلې لاسـته راوړنې رسنـیـزې کــړې

د مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ امنیتي او تصفیوي کمیسیون د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
په دې خبري غونډه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ ډېر د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو خپلواک او له سرتاسري امنیت څخه برخمن دی.
د اشغال او فساد ټولې ناخوالې او د واک جزیرې له منځه تللې او د عاليقدر امیرالمومنین .حفظه‌الله له لوري د عفوې فرمان د اخوت کم‌سارې فضا رامنځته کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د ډاډمن امنیت له برکته سترې اقتصادي ملي پروژې پیل او تر کار لاندې دي.
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ قانونیت حاکم دی، شرعي عدالت تطبیق شوی او ټول هېوادوال د عدالت پر وړاندې یو برابر او له خپلو حقوقو څخه برخمن دي.
دغه‌راز د جرایمو مخه نیول شوې او امنیتي او دفاعي ځواکونه مو اسلامي او ملي لوړه روحیه لري.
د ملي دفاع سرپرست وزیر او د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې موږ د دوحې په تړون کې د نورو پر ضد د افغانستان د خاورې نه‌کارولو ته ژمن یو او هیچا ته به اجازه ورنه‌ کړو چې افغانستان د نورو په خلاف وکاروي.
ښاغلي مجاهد ویلي: “د ځینو مغرضو داخلي او خارجي کړیو له لوري هڅې روانې دي، ترڅو دوی کاذب اطلاعات تولید او مختلفو لورو ته یې د مختلفو چینلونو له لارې ورسوي.
دغه‌راز افغانستان کې د داعشیانو د جود او فعالیت په اړه کومې له مبالغې ډکې ارزیابۍ، احصاییې او ارقام ورکول کېږي دا ټول د هغو کاذبو اطلاعاتو په اساس دي چې ما مخکې اشاره ورته وکړه.”
مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې؛ موږ له هغو هېوادونو څخه چې بهرني شریر عناصر د دوی له لارې افغانستان ته را داخلیږي په کلکه غواړو، چې خپل زمیني او هوایي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست او د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون مشر ویلي: “افغانستان کې په جوماتونو، خانقاوو، علماوو او د ولسي وګړو په اجتماعاتو ترسره شويو بریدونو کې له بهرنيو په ځانګړي ډول له تاجیکستاني او پاکستاني وګړو څخه کار اخیستل شوی دی.
سلګونه اختطافګر نیول شوي او وژل شوي او د دوی له ناولو منګولو څخه له ۲۰۰ زیات افغانان ژغورل شوي دي.
دغه‌راز د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمان چې د مخدره موادو د کښت او قاچاق د ممنوعیت په اړه صادر شوی و، د امنیتي ځواکونو له لوري په ښه توګه تطبیق شوی دی.
د مخدره موادو د پروسس ۸۳۴ کارخونې، د الکولي مشروباتو د تولید ۵۷ کارخونې، د نشه یې تابلیټونو د تولید ۲۲ کارخونې له منځه وړل شوي او ۸۲۸۲ مظنونین نیول شوي دي.”
د ښاغلي مجاهد په وینا؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې د اسلامي امارت د شرعي محاکمو له لوري په ټولیز ډول له ۴۶ زره څخه زیاتې جزایي دوسیې حل او فصل شوې دي.
نوموړي په پای کې له ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه کړې، چې د اسلامي شرعي نظام د راوستلو او ګرانو هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت د تامین په برخه کې یې له هیڅ ډول ستړیا او سرښندنې څخه دریغ نه دی کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *