
امنیت شورا غزه کې په اوربند د بیا کتنې غونډه وکړه
په غزه کې د تاوتریخوالي له زیاتېد وسره سم د ملګرو ملتونو امنتیت شورا د متحده عربي اماراتو په وړاندیز اوومه بېړنۍ ناسته وکړه. د غونډۍ پر لومړۍ د امنیت شورا ځینو غړو پر دوستانه اوربند تاکید کاوه.د عربي اماراتو په غوښتنه او وړاندیز دا ناسته په داسې مهال کې کیږي چې د غزې د جګړې په اړه د یوه پرېکړه لیک د تصویب څلورورځنۍ هڅې مخکې ناکامې شوې.اماراتو له امنیت شورا غوښتي چې په غزه کې دې صهیونستي ځواکونه ملکي اهداف نه په نښه کوي. دوی ویل چې هغوی دې د جګړې اصول مراعت کړي او پر روغتونونو، پنډغالوو او نورو ځایونو دې بریدونه نه کوي.په یاده غونډه کې د جاپان استازي وویل چې د یوه ګناهګار پر بل ځای د بل بې ګناه انسان وژنه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نیبنزیا وویل چې بشري اوربند کافي نه دی. ده زیاته کړه چې په دې برخه کې باید ملګري ملتونه مککرې ناستې وکړي.په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ له غړو هېوادونو وغوښتل، چې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د اوربند له پرېکړې هرکلی وکړ؛ خو برعکس د اسراییلو استازو دې ناستې ته ویلي چې موږ به د تباهۍ پر وړاندې له ځانونو دفاع وکړو.یاده کوو چې د اسراییلو او فلسطین له کړکېچ زیاتېدو سره سم امینت شورا څلور مسودې وړاندې کړي، خو یوه هم نه ده تصویب شوې.