
افغانستان
امیرخان متقي ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ
عزم: د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي په مشرۍ يو پلاوی نن د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه دچین شيژانګ ايالت اړوند د ټرانس هماليا فورم درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين ته ولاړ.د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمېر نور مسوولان شامل دي.د ویلو ده چې په یاد فورم کې د هماليا د غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو، سيمهييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو باندې بحث وشي.د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د دې فورم ترڅنګ د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هېوادو له استازو سره دوه جانبه ناستي هم ولري.