افغانستان

اندونیزیا افغانستان ته لس میلیونه ډوزه پولیو واکسین ورکړل

د عامې روغتیا وزارت وايي چې اندونیزیا له افغانستان سره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د لس مېلیون ډوزه واکسین مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر بودي رحمت سوریا اسپټرا په پروګرام کې چې په عامې روغتیا وزارت کې جوړ شوی و، دغه راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خپل ملاتړه ډاډ ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت هم له افغانستان سره د یاد هیواد مرستې ستايي. بل پلو، د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وايي چې دغه وزارت نه یوازې د پولیو ضد واکسین په برخه کې بلکې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ په برخه کې هم د نړۍوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې موده وړاندې یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی و، چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس ژوندی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *