
انسان تښتوونکي په سخته سزا رسول کېږي
انساني قاچاق او انسان تښتونه یو ناروا، غیر اخلاقي او غیر انساني نه بخښونکی عمل او یو ستر جنایت دي، خو سره له دې هم زموږ په هېواد کې د یو شمیر خودغرضه کړیو له خوا د ماشومانو، تنکیو ځلمیانو، نجونو، ملي تجارانو او… د تښتولو او قاچاق ناوړه عمل ترسره کېږي او هم یو شمیر ماشومان له اختطاف څخه وروسته د ځینو ناوړه اغراضو په موخه بهرنیو ملکونوته د قاچاقچیانو له خوا لیږدول کېږي، چې دا ډول پیښوهم د خلکو اندیښنې راپارولې دي، خو دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې د افغانستان اسلامي امارت دامنیتي ارگانونو چارواکي او اړوند موظفین لاس ترزنې ناست نه دي، بلکې شپه او ورځ ویښ او بیدار دی او په پرله پسې ډول په دې هڅه او هاند کې دي، چې په هېواد کې د هر ډول جرم او جنایت مخه ونیسي او عاملین یې د خپل ناوړه عمل د سزا په خاطر عدلي او قضایې ارگانونو ته ور وپیژني. د انساني قاچاقبرو ډلو د نیولو په لړکې ویل شوي، چې په دې وروستیو کې په پنجشیر ولایت کې ۱۷ ماشومان د قاچاقبرانو له منګولو څخه ژغورل شوي دي، د یاد ولایت د پولیسو د سیمه ییزکنټرول امریت درې تنه د انسان قاچاقبران د ۱۷ تنو ماشومان د لیږد پرمهال نیولي دي. ویل شوي چې دغه قاچاقبرانو یاد ماشومان له شمالي ولایتونو څخه په مخفیانه توګه پنجشیرته لېږدولې وو او غوښتل یې چې د پنجشیر ولایت له مسیر څخه یاد ماشومان په پټه او غیر قانوني ډول د ایران هېواد ته انتقال کړي، چې له نیکه مرغه دغه قاچاقبران د پولیسو لخوا نیول شوي او ماشومان یې هم له منګولو څخه ژغورل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دهېواد په یو شمیر سیمو کې د غلاوو او انسان تښتونو پیښې او یولړ جنایي جرمونه ترسره شوي او خلک یې هم اندیښمن کړي دي ، خو د افغانستان اسلامي امارت امنیتي موظفین بیا ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به هغه ډلې ونیسي چې په غلاوو او یا نورو ورانکاره پیښو کې لاس لري.
ددې له پاره چې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي موظفین تل د مجرمینو په نیولو کې برلاسي وي باید د هېواد په گوټ گوټ کې قانون ماتوونکو ته د هیڅ راز ناوړه کړنو او جنایاتو د ترسره کولو مجال ورنه کړای شي، خلک هیله لري که چیرې دغه قاچافبران او انسان تښتوونکي د اړوندو امنیتي موظفینو له خوا نیول کیږي، نو د دوئ پروړاندې باید له هیڅ راز زړه سوي او ترحم څخه کار وانه خیستل شي، بلکې د هېواد د عدلي او قضایي ارگانونو له خوا دې سخته سزا دوی ته ورکړای شي تر څو نوروته د عبرت درس وگرځي، همداراز د انسان تښتونې او قاچاق د سترو جنایاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي موظفینو ترڅنگ ټولو هېوادوالو ته هم لازمه ده چې د خپلو ماشومانو او تنکیو ځلمیانو کلکه څارنه وکړي او که چیرې شکمن کسان په خپلو اړوندو ساحو کې ویني نو باید اړوند امنیتي موظفین پرې خبر کړي، دا واقعاً ډیره ضروري ده، چې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ هراړخیزه همکاري او همغږي تامین او لاپیاوړې شي، ترڅو په دې توگه هیڅ مخرب، خاین او قانون ماتوونکی د قانون له منگولو څخه ونه ژغورل شي، ترڅو هېوادوالو ته د هوسا ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره د بشپړ مصؤنیت فضا برابره شي، او په ټولنیزماحول کې پایښت لرونکې نظم او ثبات په تلپاتې ډول قایم او دایم شي.
شاه محمود درویش