مقالی اوتبصرې

اوبه او زموږ مسئوليت

د ځمکې د کُرې نږدې ۷۱ سلنه برخه اوبو نيولې چې يوازې ۳ سلنه يې خوږې اوبه تشکيلوي. د خوږو اوبو هم لويه برخه د انسان د لاسرسي وړ نه ده يعنې په اسانۍ سره انسانان نه شي کولی چې له دې اوبو استفاده وکړي.
افغانستان چې په وچه کې ايسار هېواد دی او بحر ته لاره نه لري، اوس د وچکالۍ له امله په کې ګڼې چاپېريالي او کرنيزې ستونزې منځ ته راغلې او دا وضعيت د نفوس په زياتېدو سره لا بحراني لور ته روان دی، موږ که د خپلو اوبو د مديريت لپاره مناسبې لارې چارې ونه سنجوو،نو په راتلونکې کې به له ګڼو نورو ستونزو سره هم لاس و ګرېوان شو. د هېواد زياتره سيمې داسې دي،چې د روانو اوبو جريانونه ترې تېر شوي خو دا اوبه لا هم د ګاونډيو هېوادونو په لور بهېږي او تر شا زموږ سپېرې دښتې او تږې کروندې پرېږدي.
د آمو، کونړ او هلمند سيندونو تر څنګ کوچني سيندوکي هم د يادېدو وړ دي،چې اوبه يې مناسب مديريت او کنترول ته اړتيا لري او د دې سيندونو مديريت يوازې دا نه چې د وچکاليو په وړاندې د مبارزې ظرفيت لوړوي،بلکې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو، خودکفايۍ او برېښنايي انرژي د تامينولو امکانات هم برابروي.
د هېواد په سيندونو باندې د تړل شويو بندونو د برېښنا اوسنی توليدي ظرفيت شا و خوا ۵۴۰ ميګاواټه برېښنا ښودل شوی او هغه اټکل چې د هېواد د سيندونو د برېښنايي توليد په اړه شوی خورا لوړ دی، د چاپېريال ساتنې ادارې د پخواني مرستيال دوست محمد خان امين په قول د آمو سيند برېښنايي توليد ۱۸۰۰ ميګاواټه، د کونړ سيند ۱۲۰۰ ميګاواټه، د کوکچې ۱۹۰۰ ميګاواټه، د پنجشير- کابل سيند ۱۲۰۰ ميګاواټه او د هلمند سيند ۸۸۳ ميګاواټه ښودل شوی،نو که چېرې په دې سيندونو بندونه وتړل شي، زموږ هېواد به په داخل کې د انرژۍ دوامداره او ارازانه زېرمې لرلې وي.
د افغانستان په زياتره سيمو کې د اوبو نور کوچني جريانونه هم د دې توانايي لري،چې د بېلابېلو سيمو لپاره برېښنا چمتو کړي او هم کرنيزې ساحې خړوب کړي، د کليو او بانډو د برېښنايي اړتيا د پوره کولو لپاره تر ټولو بهتره لاره دا ښودل شوې،چې د اوبو په کوچنيو جريانونو باندې د توربينونو نصبولو له لارې د برېښنا توليدولو امکانات برابر شي او دا کوچني سيستمونه يوازې دا نه چې هېڅ چاپېريالي زيان نه لري،بلکې د انرژۍ توليد ارازانه او دوامداره زېرمې هم بلل کېږي،چې د کليوالي پرمختګونو سبب ګرځي.
د هېواد د روانو اوبو د ټولو جريانونو په اړه له ټولو لومړۍ لازمه ده چې دقيقه سروې تر سره شي او د روانو اوبو ظرفيت په نسبي توګه تعين شي؛ همدا شان لازمه ده، دا معلومه شي،چې په کومو جريانونو د برېښنا توليدولو په موخه د بندونو تړلو امکانات شته او په کومو ساحو کې کرنيز بندونه ضروري دي چې دا چاره په اوس وخت کې په اسانۍ تر سره کېدونکې ده او په تېر کې هم په دې اړوند کار شوی،چې تېرو کارونو ته په کتو د سروې او اندازه ګيرۍ چارې لا اسانېږي.
موږ که په هر ولايت کې لومړی د اوبو هغه جريانونه په نښه کړو،چې د برېښنايي توليد او کرنيزو ځمکو خړوبېدو ظرفيت لري، ممکنه ده چې په راتلونکي کې د اوږدمهاله انکشافي پلانونو په ترڅ کې ځای ورکړل شي او هغه سيمې چې له برېښنا بې برخې او کرنيزې ساحې يې بې اوبو دي، د انرژۍ د توليد او خړوبونې د اوبو امکانات په کې برابر شي.
د افغانستان زياتره هغه سيمې چې د روانو اوبو د جريانونو درلودونکي دي، کمې نه دي د بېلګې په توګه يوازې په پکتيا کې ګڼې داسې ساحې شته،چې د کال په زياتره موسمونو کې روانې اوبه لري، د مچلغو بند چې تر اوسه يې چارې نيمګړې پاتې دي، په کار وه چې دا بند تړل شوی وای خو تر اوسه پورې يې چارې نيمګړې پاتې دي، د سوري خولې بله هغه ساحه ده چې د بند تړلو امکان پرې شته، د ځاځي اريوب په سيندوکي هم د بند تړلو او هم د اوبو له روان جريانه د برېښنا د توليد امکانات شته. ګويانه، درنګ او مقاوه نورې هغه سيمې دي چې روانې اوبه لري او تر اوسه د دې اوبو د مديريت په اړه هيڅ هم نه دي شوي.
د نړۍ په څنډه کې اوس انسانان پاکو او خوږو اوبو ته له لاسرسي ځورېږي او دا ستونزه د نفوسو په زياتوالي سره لا بوږنوونکی حالت غوره کوي، افغانستان چې دا مهال وچکالۍ ځپلی او د اقليمي بدلونونو په ترڅ کې په دې اړوند نورې اندېښنې هم موجودې دي،نو په کار ده چې د اوبو د مديريت لپاره مناسبې لارې چارې وسنجول شي ګنې موږ به ټول عمر په احتياج کې د ارواښاد صاحب شاه صابر دا خبره تکراروو:
دلته دومره اوبه نشته چې څوک وکري ګلونه
دلته غرونه، غرونه واورې، دلته واورې، واورې غرونه

اسماعيل لاروی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *